مقاومت هماغه راز پیاوړی او ولاړ دی
د ایرنا د خبر له مخې د حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه د ایران له خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان سره په کتنې کښې د غزې په تړانګې کښې بدلونونوته په اشارې سره وویل له شک پرته د غزې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم پوځی تیری بی ساری دی او د غزې د اوسېدونکو په وړاندې د دغه رژيم هوايي، سمندري او ځمکني پراخ بريدونه لا هم تر دوام لري .
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر د ایران له خارجه وزیر سره په کتنې کښې وویل د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو له ۷۵ ورځو وروسته مقاومت لا هم پیاوړی او ثابت قدمه دی .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د سه شنبې په شپه د یوه پلاوي په مشرۍ دوحې ته روان شو.
د ایرنا د خبر له مخې د حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه د ایران له خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان سره په کتنې کښې د غزې په تړانګې کښې بدلونونوته په اشارې سره وویل له شک پرته د غزې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم پوځی تیری بی ساری دی او د غزې د اوسېدونکو په وړاندې د دغه رژيم هوايي، سمندري او ځمکني پراخ بريدونه لا هم تر دوام لري .
هنیه څرګنده کړه چې صهیونیسټ رژیم او د هغه متحدانو فکر کاوه چې په دې لاره به مقاومت له منځه یوسي او مقاومت به سپین بیرغ پورته کولو ته مجبور کړي، خو د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو او ډله ایزو وژنو او د سوزیدلي ځمکې سیاست له ۷۵ ورځو تیریدو وروسته هم مقاومت لا هم په ميدان کې ټينګ او ثابت دی او صهيونيسټ رژيم ته يې درانه زيانونه اړولي دي.
د حماس د سیاسي دفتر مشر د غزې د تړانګې د بدلونونو په تعقیبولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر له اقداماتو مننه وکړه او ویې ویل، دا د دغې جګړې په لړ کښې دوحې ته د امیر عبداللهیان څلورم سفر دی او دغه کتنې د هغه جنګ په سيوری دي چی صیهونیسټ رژیم د فلسطیني ملت پرضد په لاره اچولی دی .