د فلسطین د غزې تړانګې حالات خراب دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روغتیا د نړیوالې موسسې مشر ټیډروس ایډهانوم غیبریوسیس(Tedros Adhanom Ghebreyesus) یوځل بیا په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د حملو د بندیدا غوښتنه وکړه او په غزې کښې یې د وژونکو ناروغیو او د لوږې د زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړ.
هغه په غزې تړانګې کښې د وژونکو ناروغیو او د لوږې د زیاتیدا په هکله د خبرداري په ترڅ کښې وویل د غزې تړانګه حاضردمه د صهیونیسټ رژیم د حملو په وجه د زیاتو عفوني ناروغیو له خپریدا سره مخامخ ده او دا ډول ناروغیانې کولای شي په ناوړه خواړو د اخته ماشومانو لپاره وژونکي ووسي او د کارنده سلامتیا د خدماتو د نشتون په وجه په چټکۍ سره خپرې شي.
مخکې هم د روغتیا د نړیوالې موسسې مشر په تیرې دوشنبې ورځ د غزې تړانګې د روغتیايی نظام په هکله د خبرداري په ترڅ کښې حالات د نه بیانولو وړ بللي وو.
ټیډروس ایدهانوم وویل د صهیونیسټ رژیم د تیرو ورځو په حملو کښې د غزې تړانګې په شمال کښې د کمال عدوان روغتون ړنګولو په وجه ډیر اندیښمن او ویریدلی یم.