اسرائیلو په غزې کښې په جنګ ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143532-اسرائیلو_په_غزې_کښې_په_جنګ_ټینګار_وکړ
میډل ایسټ نیوز راپور ورکړی د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د اوربند لپاره له نړیوالو غوښتنو سره د مخالفت کولو په ترڅ کښې وویل د غزې تړانګې پرضد به جنګ تر اخره دوام ولري.
(last modified 2023-12-21T06:53:45+00:00 )
Dec 21, 2023 11:21 Asia/Kabul
  • اسرائیلو په غزې کښې په جنګ ټینګار وکړ

میډل ایسټ نیوز راپور ورکړی د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د اوربند لپاره له نړیوالو غوښتنو سره د مخالفت کولو په ترڅ کښې وویل د غزې تړانګې پرضد به جنګ تر اخره دوام ولري.

هغه د فلسطین د غزې تړانګې د فلسطینیانو پرضد د جنګ په هکله په نویو څرګندونو کښې ژمنه وکړه چې د حماس غورځنګ تر له مینځه وړلو پورې به دغه جنګ ته دوام ورکړي.

په غزې کښې د جنګ د دوام په هکله د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو دغه دریځ په غزې کښې د جنګي بندیانو د تبادلې لپاره د دوهم موقته اوربند د پلان د  اجرا لپاره د حماس غورځنګ او د اسرائیلو رژیم ترمینځ د احتمالي موافقې په هکله د راپورونو د خپریدا په بهیر کښې بیانیږي.

د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو وویل هغه کسان چې فکر کوي مونږ جنګ بندوو له حقیقت سره یې ارتبا له لاسه ورکړی دی او زیاته یې کړه د اسرائیلو پوځ تر هغه وخته چې حماس غورځنګ له مینځه یونسي ، خپل یرغمل شوي کسان خوشي نکړي او له غزې څخه ګواښونه ختم نکړي خپل جنګ به بند نکړي.