اسرائیل د ایران له ځوابې حملې په ویره کښې دی
Dec 26, 2023 02:01 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم یوې رسنۍ د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د یوه پوځي سلاکار «سردار سید رضي موسوي» ټرور ته د ایران له ځواب ورکولو د اسرائیلو رژیم د چارواکو د سختې ویرې او اندیښنې خبر ورکړ.
«یروشلم پوسټ» صهیونیسټي ورځپاڼې په دې هکله د صهیونیسټ نیواکګر رژيم د چارواکو په قول وویل اسرائیل اټکل کوي چې ایران د سپاه پاسداران د پوځي سلاکار رضي موسوي شهادت ته ځواب ورکړي.
د صهیونیسټ رژيم چارواکو په دې هکله ويلي دي چې د دغه رژيم پوځ د توغندوي حملې د احتمال په شمول د ایران د اسلامي جمهوریت د احتمالي ځواب لپاره چمتو کیږي.
ټیګونه