یمن: فلسطین باید د صهیونیسټانو له نیواکه آزاد شی
د المسیره ټلویزیونی چینل د راپور له مخې د یمن د حکومت لومړی وزیر، عبدالعزیز بن حبتور په غزې تړانګه کښې د فلسطین د مظلومو خلکو په خلاف د صهیونیسټانو وحشیانه تیری په سختو ټکیووغندۀ.
د یمن د چارو د پرمختګ دولت لومړي وزیر ټینګار وکړ فلسطین باید د صهیونیسټانو له نیواکه آزاد شی.
د المسیره ټلویزیونی چینل د راپور له مخې د یمن د حکومت لومړی وزیر، عبدالعزیز بن حبتور په غزې تړانګه کښې د فلسطین د مظلومو خلکو په خلاف د صهیونیسټانو وحشیانه تیری په سختو ټکیووغندۀ. هغه وویل: ټول اسلامي ملت باید د نیواکي فلسطین د خلکو ملاتړ وکړي او پیوستون څرګند کړي.
ده زیاته کړه: د یمن د انصار ا... غورځنګ عمومی منشی بدرالدین الحوثی د صهیونیسټی رژیم د ټولو بیړیو او د دغه رژیم د بندرونو په لور د تیریدونکو بهرنیو بیړیو د له مینځه وړلو لپاره خپله تاریخي پریکړه وکړه چې له دیني، ملي اوانساني نظره سمه فیصله ده .
د یمن د حکومت لومړی وزیر څرګنده کړه: د رهبرۍ دغه اقدام د عربو، انسانی او اسلامی وجدان د بیدارولو لپاره صحیح وو. ځکه صهیونیسټ جنایتکار دښمن په غزه کښې څه دپاسه 22 زره کسان شهیدان او تر 55 زره زیات ژوبل کړی دی .
ده وویل: فلسطین باید د غاصب صهیونیسټي رژیم له نیواک آزاد شي چې دغه خاوره یې له ۷۵ کلونو راهیسې اشغال کړې ده.
د یمن پوځ په تیرو اونیو کښې د غزې په تړانګې کښې د فلسطین د ولس له مقاومت په ملاتړ کښې د صهیونیسټ رژیم څو بیړۍ په سور سمندرګی او باب المندب تنګی کښې په نښه کړلې.
د یمن سمندري ځواکونو له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې د غزې په تړانګې باندې د تیری او د فلسطینی ملت پرضد د جنایتونو د بندیدو پورې به د اسرائیلو د دښمنانو د بیړیو او ګټو پرضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.