عربستان دلبنان اسلامی مقاومت نشی تسلیم کولی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i14452-عربستان_دلبنان_اسلامی_مقاومت_نشی_تسلیم_کولی
دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ داجرائی شورا مرستیال مشر شیخ نبیل قاووق نن په جنوبی لبنان کې په یولړ دستورو کې ټینګار و کړ ،عربستان ممکنه ده دقدرتمنو هیوادونو او نړیوالو ټولنو فیصلې په پیسو و اخستل شی ، خو هیڅکله به هم په کلنګ اخستویا غوښتو سره اسلامی مقاومت غورځنګ تسلیم نه کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2016 13:34 Asia/Kabul
  • عربستان دلبنان اسلامی مقاومت  نشی تسلیم کولی

دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ داجرائی شورا مرستیال مشر شیخ نبیل قاووق نن په جنوبی لبنان کې په یولړ دستورو کې ټینګار و کړ ،عربستان ممکنه ده دقدرتمنو هیوادونو او نړیوالو ټولنو فیصلې په پیسو و اخستل شی ، خو هیڅکله به هم په کلنګ اخستویا غوښتو سره اسلامی مقاومت غورځنګ تسلیم نه کړی .

شیخ نبیل قاووق زیاته کړې ، له تورلیسټه دسعودی عربستان دائیتلاف دنامې په ویستلو کې دملګروملتو اقدام ددغې نړیوالې ادارې پرټنډې دننګ اوپیغور توره دبه او دسعودی عرب دنظام لپاره یوه ستره رسوائی ده.

دلبنان دحزب ا..... ولسی غورځنګ داجرائی شورا مرستیال مشر روښانه کړې ، عربستان هماغه راز په یمن کې جنایتونه کوی .

ښیخ نبیل قاووق همداراز وویل ، په لبنان کې دتکفیریانو خطره داسلامی مقاومت او پوځ په هلوځلو سره کمې شوی دی البته چې ختم شوی نه دی .