د یمن پوځ په یوې امریکايي کشتۍ حمله وکړه
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په سرې بحیرې کښې په یوې امریکايي کشتۍ د حملې خبر ورکړ.
د المسیره چینل د راپور له مخې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع نن اعلان وکړ چې یوه امریکایی بیړۍ چې د صهیونیسټ رژیم ملاتړې وه د یمن د پوځ له خوا په زیات شمیر بالستیک او سمندری توغندیو او بې پیلوټه الوتکو سره په نښه شوه .
یحیی سریع زیاته کړه: د امریکې د بېړۍ په نښه کولو عملیات د یمن په سمندری ځواکونو باندې د امریکايي پوځیانو د خائنانه حملې ابتدايي ځواب دی.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په دې خبرې سره چې یمن به د خپل هیواد، خلکو او ملت د مشروع دفاع د حق په چوکاټ کښې له هر ډول دښمنانه ګواښونو سره په مناسبه توګه مقابله وکړی او ویې ویل: هیواد به یې د صهیونیسټانو پرضد د جنګ تر دوامه پورې په نښه کړی. د غزې تړانګه بنده شوې او د دې سیمې محاصره دوام لري.