امریکایي ځواکونه دې سمدستي له عراقه ووځي
د عراق وزیراعظم د امریکې بې ثباته کونکو اقداماتو ته په اشارې سره له دغه هیواده د امریکايي ځواکونو د سمدستي وتلو غوښتنه وکړه.
د عراق وزیر اعظم محمد شیاع السوداني په عراق کې د امریکايي ځواکونو د شتون په اړه وویل: بغداد هڅه کوي په چټکۍ او سیستماتیک ډول د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د ځواکونو شتون پای ته ورسوي، ترڅو دغه ځواکونه د اوږدې مودې لپاره په عراق کې پاتې نه شي او د بریدونو سره مخ نه شي.
د عراق وزیراعظم په دوام کښې ټینګار وکړ چې په سیمه کښې د شخړو د کمولو لپاره یوازنۍ حل لاره، د غزې د جنګ ختمول دي.
په عراق کښې دامریکائي ځواکونو شتون په داسې حال کښې دی چې دعراق اسلامی مقاومت په غزه کښې د فلسطین له مظلوم ملته په ملاتړ او د هغوې پرضد د صهیونیسټی پوځیانو د جنایتونو په غبرګون کښې په عراق او سوریې کښې دامریکا په پوځی اډو د ډرون او توغندیو حملې کوی . ځکه چې امریکا د ماشومانو د قاتل صهیونیسټي رژیم ترټولو ستر ملاتړی دی او د فلسطین د ملت په خلاف د دغه رژیم د جنایتونو د دوام سبب دی.