صهیونیسټ رژيم باید په غزې باندې بریدونه بند کړي
المسیره ټیلي ويژن راپور راکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي« محمد علي الحوثي» په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د رژیم د حملو چې د سیمې ازادۍ ، سوله او امنیت یې په خطر کښې اچولی دی د سمدستي بندیدا غوښتنه وکړه.
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د لوړې سیاسي شورا غړي« محمد علي الحوثي» د بې عدالتۍ په مقابل کښې د مظلوم په دفاع کولو باندې ټینګار سره وویل هغه اقدامات چې د یمن وسله وال ځواکونه یې په سره سمندر کښې د صهیونیسټ رژيم په کشتیو باندې د حملو لپاره ترسره کوي د فلسطین د مظلوم ملت د جایزې دفاع په چوکاټ کښې دي.
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت ویاند «محمد عبدالسلام »هم په سره سمندر کښې د صهیونیسټ رژیم په کشتیو باندې د حملو د غندلو په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک ته په غبرګون کښې دغه پریکړه لیک سیاسي لوبه وبلله.
هغه ټینګار وکړ دا امریکا ده چې د سمندرونو په شمول په ټوله دنیا کښې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ کوي.
د ملګروملتونو امنیت شورا د فلسطین په غزې تړانګې باندې بمباریو کښې له اسرائیلو رژیم څخه د امریکا د ملاتړونو او د دغو بریدونو اصلي دلیل ته له اشارې پرته په سره سمندر کښې د حملو په هکله د یمن د انصار الله غورځنګ پرضد د امریکا او د جاپان لخوا وړاندیز شوي پریکړه لیک تصویب کړ.