د امریکا او انګلستان دتوغندوي حملوپه ضد دیمنوالومیلیوني لاریون شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i144648-د_امریکا_او_انګلستان_دتوغندوي_حملوپه_ضد_دیمنوالومیلیوني_لاریون_شوی
د امریکا دپوځ هوائي ځواک په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د پوځ قوماندانۍ د دستور په اساس ئې نن سهار وختي د یمن دملی پوځ په شپاړسو مرکزونو کې په شپیتو ټارګټونو سل ګائيډيډ توغندي ویشتي دي.
(last modified 2024-01-12T08:14:05+00:00 )
Jan 12, 2024 12:40 Asia/Kabul

د امریکا دپوځ هوائي ځواک په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د پوځ قوماندانۍ د دستور په اساس ئې نن سهار وختي د یمن دملی پوځ په شپاړسو مرکزونو کې په شپیتو ټارګټونو سل ګائيډيډ توغندي ویشتي دي.

ایرناخبری آژانس راپور راکړ، د یمن په  مختلفو ښارونو کې  په پراخو مظاهرو جوړولو سره په خپل هیواد دامریکا او انګلستان توغندوي  او هوائي بریدونه په سخته محکوم کړل.

د امریکا دپوځ هوائي ځواک په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د پوځ قوماندانۍ د دستور په اساس ئې نن سهار وختي د یمن دملی پوځ په شپاړسو مرکزونو کې په شپیتو ټارګټونو  سل ګائيډيډ توغندي ویشتي دي.

 په دې لړ کې  دیمن میلیونونو خلکو ددغه هیواد په مختلفو  ښارونو اوښارګیو کې په مظاهرو جوړولو سره د انګریزانو او امریکایانو دغه بې توجیه او غیر قانوني حملې په سخته وغندلې او  یو ځل بیا ئې  ژمنتیا وکړه چې د فلسطین دمظلوم ملت له ملاتړه به لاس وانخلي .

 ا  لمسیره خبری چینل راپور ورکړیو  دیمن د صنعاء، صعده او الحدیده  پشمول  په مختلفو ښارونو کې په میلیونونو یمن و الو نن د جمعې په ورځې په مظاهرو جوړولو سره  د یمن ، فلسطین بیرغونو په رپولو او د  یمن د پوځ د سمندري ځواک د شهیدانو  او دغه راز د  یمن دپوځ دعمومي قوماندان  عبدالمالک الح وثي دعکسونو په اوچتولو سره د خپل رهبر په ډاګه اعلان سره خپله ژمنتیا بیا تازه کړه.\

 

 د یمن دغو میلیوني مظاهره چیانو  د  ؛امریکاستره شیطانه  ده ، زمونږ ژوند او روح له الاقصی قربان شه ، او  دمونږ بریالیتوب حتمي دی ، مړه دې امریکا ، مړۀدې اسرائيل ، په شان په شعارونو ورکولو سره پر یمن د  انګریزانو او امریکایانو  دغه غیر قانوني او بې توجیه   توغندوي حملې په سخته وغندلې.  

 داپه داسې حال کې دي چې  د یمن د انصار ا....غورځنګ ویندوي  محمد عبدالسلام په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  یمن وال هماغه شان  په سرۀ سمندر کې   له اسرائیلو سره  اړونده کشتیو ته د تلو راتلو اجازت نه ورکوي او په شیشت کې به ئې راولی  او د امریکا او انګلستان دغه توغندوي حملې به هم بې ځوابه پاتې نشي.