د صهیونیسټي رژیم په بریدونو کښې ۱۰ نور فلسطینیان شهیدان شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i144666-د_صهیونیسټي_رژیم_په_بریدونو_کښې_۱۰_نور_فلسطینیان_شهیدان_شول
د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو د غزې تړانګې په سویل کښې د رفح سرحد ختیځ اړخ ته د فلسطیني کډوالو د هستوګنې خواوشا بمباري وکړه چې له امله یې د څو ماشومانو په شمول لږترلږه ۱۰ فلسطینیان شهیدان او ځیني نور هم زخمي شول.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 13, 2024 07:10 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژیم په بریدونو کښې ۱۰ نور فلسطینیان شهیدان شول

د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو د غزې تړانګې په سویل کښې د رفح سرحد ختیځ اړخ ته د فلسطیني کډوالو د هستوګنې خواوشا بمباري وکړه چې له امله یې د څو ماشومانو په شمول لږترلږه ۱۰ فلسطینیان شهیدان او ځیني نور هم زخمي شول.

د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو د غزې تړانګې په سویل کښې د رفح سرحد ختیځ اړخ ته د فلسطیني کډوالو د هستوګنې خواوشا بمباري وکړه چې له امله یې د څو ماشومانو په شمول لږترلږه ۱۰ فلسطینیان شهیدان او ځیني نور هم زخمي شول.

المیادین ټي وي چینل خبر ورکړی چې د فلسطین د مقاومت ځواکونه هم د لویدیځې غاړې د الخلیل ښار سره نزدې «ایډورډ» ښارګي ته نزدې د صهیونیسټی رژیم له نیواکګرو ځواکونو سره ونښتل.

د صهیونیسټي رژيم پوځ د دغه ښارګي له اوسیدونکو وغوښتل چې په خپلو کورونو کښې پاتې شي او په هیڅ توګه بهر ونه وځي.

اسرائیلي سرچینو په ایډورډ ښارګي باندې د مقاومت د ځواکونو په حمله کښې د یو ښارګي میشتي او یو پوځي د زخمي کیدو خبر ورکړ او د اسرائیلو مرستندویه ځواکونه سمدستي سیمې ته واستوې شول.

په عین حال کښې د صهیونیسټي رژيم پوځ په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې هغه درې فلسطینیان چې ایډورډ ښارګي ته ننوتي وو، له اسرائیلي پوځیانو سره په نښته کښې ووژل شول.

یو بل خبر دا چې د «واللا» په نامه عبري ژبي خبري سایټ ایشوا کړه چې د صهیونیسټي رژیم پوځ د غزې په جنګ کښې د خپلو ۴ زرو پوځیانو معذوره کیدل تایید کړي او احصائیې ښودنه کوي چې په دغه جنګ کښې د معلول شویو پوځیانو ټول شمیر ۳۰ زره تنو ته رسیږي.