د اسرائیلو د نسل کشۍ تورونه باید هیر نشي
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا « نیویارک ټایمز» ورځپاڼې په غزې تړانګه کښې د نسل کشۍ په دلیل له اسرائیلو د جنوبي افریقا شکایت ته په اشارې سره دغه جنایت د روانډا او د بوسنیا غمیزو او د ارمنیانو او د امریکا د ځایي خلکو وژلې ته ورته وباله.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د «مګان اسټیک» په قلم په یوې مقالې کې وویل په داسې شرایطو کښې چې په غزې تړانګه کښې د نسل کشۍ په تور په هالینډ کښې د انصاف په نړیوالې محکمې کښې د اسرائیلو پرضد په دوسیې غور روان دی د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینګن او د ملي امنیت سلاکار جان کربي په یو لړ څرګندونو کښې دغه تور بې ارزښته او له بنسټ لرلو پرته وباله.
دا په داسې حال کښې دي چې د جنوبي افریقا لخوا د هیګ د انصاف نړیوالې محکمې ته وړاندې شوي څلوراتیا مخیزه دوسیه د صهیونیسټ رژيم لخوا د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال د نسل کشۍ د نړیوال کنونشن د ژمنو د خلاف ورزۍ په هکله له بیلابیلو شواهدو او ثبوتونو ډکه ده.