د اسرائیلو د دړې وړې کیدا نښې پیل شوي دي
العالم ټلويزیون راپور راکړی د اسرائیلو تاریخ لیکونکي «ایلان بابیه» وویل: د صهیونیزم د پلان د کار د ختمېدا لپاره اپوټه شمېرنې پیل شوي او د صهیونیسټي رژیم د دړې وړې کیدا نښې نښانې ښکاره شوي دي.
د اسرائیلو تاریخ لیکونکي او پروفیسر «ایلان بابیه» د صهیونیزم د پلان د دړې وړې کیدا لپاره د اپوټه شمېرنو په نوم سره په یوې مقالې کې ولیکل: د دغو دړې وړې کېدا یوه نښه د یهودیانو ترمنځ کورنی جنګ دی، چې د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه د طوفان الاقصی له عملیاتو څخه مخکې په اسرائیلو کې د یهودي مذهبیانو او د سیکولرانو ترمنځ پیل شوی دی.
ایلان بابیه ولیکل د سیکولرانو ټولنه چې اکثره یې د اروپا یهودیان دي د لیبرال او د ازاد ژوند هڅه کوي چمتو دي په هره بیه د فلسطینیانو ځپونې ته دوام ورکړي او په مقابل کې مذهبیان دي چې د یهودا د حکومت په نوم یو تشکل لري.
یهودا تشکل په لوېدیځې غاړې کې رامنځته شوی او هڅه کوي اسرائیل په دیني، په یهودي او په نژاد پرست رژیم بدل کړي او دغه دوه بهیرونه په نږدې راتلونکي کې له یوبل سره جنګ کوي.
د بریتانیا د اګسټر» پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو او د ټولنیزو علومو د پوهنځي استاد «ایلان بابیه» وویل: دویمه نښه په ټوله دنیا کې د فلسطین له مسلې د خلکو بې ساری ملاتړ او له نژادي توپیر سره د مبارزې د بیلګې د اجرا لپاره د پیوستون د غورځنګ د اکثرو غړیو چمتووالی، چې په سویلي افریقا کې د اپارتائیډ نظام له نسکوریدا سره یې مرسته وکړه ده او د دغه حرکت یوه برخه د اسرائیلو بایکاټ کول او له نیواکي ټاټوبو څخه د پانګونو ایستل دي چې دا ډېر مهم حرکت دی.
د اسرائیلو تاریخ لیکونکی ایلان بابیه باوري دی درېیمه نښه له اقتصاد سره اړونده ده. په اسرائیلو کې سخت پرګنیز درز شته او هر کال د هغو کسانو شمېر چې په بېوزلۍ کې ژوند کوي زیاتېږي.
هغه وايي له هغو ډېرو لګښتونو سره چې د تېر کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې څخه وروسته په جنګ ولګیدل او د امریکا له مرستو سره سره د اسرائیلو رژیم د اقتصادي راتلونکي په هکله ډېر تیاره لرلید مخ ته پروت دی.
هغه وویل څلورمه نښه په سویل او شمال کې له یهودي ټولنې څخه په ملاتړ کې د اسرائیلو د پوځ ناتوانۍ ده. او د نیواکي فلسطین له شمال څخه یولک شل زره خلک تښتیدلي دي، چې ټول« الجلیل» یهودیان دي او په دغو تښتیدلیو کسانو کې یو هم فلسطیني نشته.
اخري نښه د یهودیانو د نوي نسل په تیره بیا د امریکا د یهودیانو دریځونه دي.
دغه نوی نسل د زاړه نسل له تصورونو سره چې فکر یې کاوه اسرائیل دوې له یوې نسل وژنې یا له یوه بل یهودیانو سره له مبارزې کولو ساتي مخالف دي.
نن سبا نور د یهودیانو نوی نسل دا ډول اعتقاد نه لري او په دوې کې ګڼ شمېر کسان له فلسطینیانو سره د پیوستون له غورځنګ سره یوځای شوي دي.