سره سمندر کې د امریکا پر کښتۍ حمله شوې ده
زموږ خبریال راپور راکړی د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع په سره سمندر کې د امریکا پر یوې کښتۍ باندې حمله تائید کړه.
په لوېدیځې آسیا ، مرکزي آسیا او د افریقا په ختیځ کې دیره د امریکا د ترهګرو ځواکونو قومندانۍ یعني سینټکام پرون په یوې بیانیې کې ویلي وو چې د یمن پوځ په یوه بالسټیک توغندي سره د مارشل جزایرو تر بیرغ لاندې امریکا ته په یوې اړونده باروړونکي کښتۍ « جیبرالټر ایګل» باندې حمله کړې ده.
د بریتانیا د سمندري تجارت ادارې یوکی ایم ټي او(UKMTO) هم نن سهار په سره سمندر کې د یوې پیښې د رامنځته کېدا په هکله راپور ورکړ.
د یمن د پوځ ویاند یحیی السریع په دې خبرې سره چې د یمن سمندري ځواک په یو لړ پوځي عملیاتو کې په عدن خلیج کې د امریکا پر یوې کښتۍ برید کړی دی وویل: له دې وروسته به د امریکا او د انګلستان پر کښتیو باندې هم بریدونه کوو او د فلسطین پر غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د تیریو تر بندېدا پورې به په سره سمندر کې د یمن د عسکرو پوځي عملیات دوام ولري.
هغه وویل: بې له شکه په راتلونکي کې به د امریکا او د بریتانیا تیریو ته ځواب ورکړل شي او پر یمن باندې هر ډول نوي حملې ته به ځواب ورکړل شي.
په عین حال کې د یمن یوې پوځي سرچینې نن سهار المیادین ټلویزیون ته وویل: د امریکا پر کښتۍ باندې برید کول د واشنګټن ځواکونو ته ستر خبرداری او د دوی لپاره ډېر ناڅاپه عملیات وو.
المیادین ټلويزیون د یمن د دغه پوځي سرچینې په قول چې غوښتل نوم یې ایشوا نشي وویل: دغو عملیاتو د امریکا ځواکونو ته پیغام ورکړ چې یمن کولای شي په دقیقو او مناسبو وسلو سره په لیرې پرتو سیمو کې پر هدفونو باندې بریدونه وکړي.
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي هم وویل: د امریکا او د بریتانیا ځواکونه نور له «باب المندب» اوبلارې نشي تیرېدلای او موږ نوي پړاو ته ورننوتلي یوو.
هغه وویل: د یمن وسله وال ځواکونه د خپلو توغندوي وسلو د پراخولو په حال کې دي او زر به ناڅاپه پیښې رامنځته شي.