Jan 21, 2024 04:50 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه د اسرائیلو د جنایتونو  د بندولو اقدام وکړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په دمشق کښې په یوې سیمې باندې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم وحشیانه تیري او د فلسطین په نیواکي سیمو کښې نسل کشۍ د اسرائیلو جنایتکارانه ماهیت ثابتوي په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دغو جنایتونو او د وژلو د بندولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.

د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت په بیانیې کښې ویل شوي دي د اسرائیلو نژاد پرست رژيم پرون یو څاروي ډوله جنایت پیل کړ او په دمشق کښې یې په غیر پوځي سیمې برید وکړ چې دغه غیر انساني اقدام د یوه کور په کامل ډول د ړنګیدا او نږدې کورونو ته د تاوانونو د رسیدا او د یوشمیر ملکي وګړو د وژل کیدا او د ژوبلیدا سبب شو.

سوریې د نړۍ په هیوادونو غږ وکړ چې په عربي سیمه کښې د اسرائیلو د نسل کشۍ د سیاستونو په وړاندې مقاومت وکړي او دغه راز د ملګروملتونو له امنیت شورا غواړي چې د نړیوال امنیت او د سولې په ساتلو کښې خپل مسوولیتونه پرغاړه واخلي او صهیونیسټ پوځي او سیاسي جنایتکاران ځواب ورکونکي کړي او د اسرائیلو غیر اخلاقي او غیر انساني سیاستونه ختم کړي.

 

ټیګونه