اسرائیلو په غزې تړانګه کښې ماتي خوړلي ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145156-اسرائیلو_په_غزې_تړانګه_کښې_ماتي_خوړلي_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو «هاارتص» ورځپاڼې ولیکل له کابو څلور میاشتې جنګ وروسته په غزې تړانګه کښې د فلسطین د حماس غورځنګ د ځمکې لاندې ټونلونو د له مینځه وړلو لپاره د اسرائیلو رژيم د پوځ هڅې له ماتي سره مخامخ شوي دي.
(last modified 2024-01-23T04:43:12+00:00 )
Jan 23, 2024 09:06 Asia/Kabul
  • اسرائیلو په غزې تړانګه کښې ماتي خوړلي ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو «هاارتص» ورځپاڼې ولیکل له کابو څلور میاشتې جنګ وروسته په غزې تړانګه کښې د فلسطین د حماس غورځنګ د ځمکې لاندې ټونلونو د له مینځه وړلو لپاره د اسرائیلو رژيم د پوځ هڅې له ماتي سره مخامخ شوي دي.

هاارتص ورځپاڼې د غزې د ځمکې لاندې د ټونلونو په نوم سره په یوه تحقیق کښې ولیکل د حماس غورځنګ د ځمکې لاندې د ټونلونو د له مینځه وړلو لپاره د اسرائیلو د پوځ هڅې ټولې له ماتي سره یوځاې شوي دي.

د اسرائیلو دغه ورځپاڼې ولیکل: د اسرائیلو چارواکو او د پوځ یونټونو په غزې تړانګه کښې د ځمکې لاندې کیندل شوي ټونلونه د تصور له حد څخه زیات پراخ او ستر اعلان کړي دي.

هاارتص ورځپاڼه زیاتوي د اسرائیلو د پوځ لوړرتبه قومنداندانو هم په غزې کښې د حماس غورځنګ د ټونلونو له مینځه وړل غیر ممکن بللي دي او حتی دغو ټونلونو ته د لاسرسي امکان یې هم سخت بللی دی.

دغه ورځپاڼې ولیکل د اسرائیلو پوځ په داسې حال کښې له درې میاشتې جنګ څخه وروسته په غزې کښې د خپلو عسکرو شمیر کموي چې د صهیونیسټ رژیم  د لوړرتبه پوځي قومندانانو او حکومتي چارواکو ترمینځ بې مخینې متضاد احساس رامینځته شوی او ډيرې یې خپه او لالهانده شوي دي.

مخکې د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي وو په غزې تړانګه کښې د حماس غورځنګ لخوا د جوړو شویو ټونلونو پراخوالی ، ژوروالی او کیفیت د اسرائیلو د پوځ د حیرانتیا او لالهاندۍ سبب شوی دی.

د  اسرائیلو پوځ د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کښې د حماس غورځنګ د ټونلونو پراخوالی دوه سوه پنځوس(۲۵۰) میله بللی و خو د صهیونیسټ رژيم لوړرتبه چارواکو اوس د نومونو د نه ایشوا کیدا په شرط نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې د دغو ټونلونو پراخوالی له بیان شوي شمیر څخه ډیر زیات دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې وویل د حماس غورځنګ ټونلونه د اسرائیلو لپاره خپسکه ګڼل کیږي چې د دغه غورځنګ لپاره چورلیزي اهمیت لري.