د یمن چارواکو د امریکا او د بریتانیا دروغ ایشوا کړل
(last modified Wed, 24 Jan 2024 01:04:46 GMT )
Jan 24, 2024 05:34 Asia/Kabul
  • د یمن چارواکو د امریکا او د بریتانیا دروغ ایشوا کړل

المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړی د یمن د مرکچي ملي پلاوي غړي «حمید عاصم» په یمن باندې د تیرې دوشنبې شپې په حملو کښې په مهمو مرکزونو باندې د حملو په هکله د امریکا او د هغې د متحدانو دروغ ښکاره کړل.

هغه وویل د امریکا او د بریتانیا عسکرو  په هغو سیمو باندې حملې وکړې چې د دوه زره پینځلسم میلادي کال د تیریو له پیل راهسې تراوسه په ځلونو بمبار شوي دي او نوي حملې د امریکا او د بریتانیا د تیریګرو عسکرو د سختې استخباراتي ماتي ښودنه کوي.

«حمید عاصم» وویل د یمن خلکو ثابته کړي ده نشي کولای په هیڅ سیمه کښې کلابند شي او په سره سمندر کښې محدودیتونه په عدن خلیج کښې د یمن د عسکرو د عملیاتو له پراخیدا سره یوځاې شي.

د یمن دغه چارواکي وویل صنعا د یمن د کلابندۍ د ختمیدا او د فلسطین له غزې تړانګې په ملاتړ کښې د خپل دریځ د څنګ ته کولو په بدل کښې د ګرمې د ورکولو او د  معاشونو  د ورکولو په هکله  یوشمیر وړاندیزونه ترلاسه کړل خو د یمن حکومت هغه ونه منل.

د یمن د مرکچي ملي پلاوي د غړي حمید عاصم دغه څرګندونې له دې وروسته شوي چې امریکا ، بریتانیا ، اسټرالیا ، کاناډا ، هالینډ او بحرین په تیرې سه شنبې ورځې سهار په یوې ګډې بیانیې کښې وویل چې د یمن د پوځ په اتو پوځي اډو یې حملې کړي دي.

په یمن د امریکا او د بریتانیا حملې له دې وروسته ترسره کیږي چې د یمن پوځ په غزې تړانګه کښې د فلسطین د مقاومت ډلو په ملاتړ کښې په سره سمندر او باب المندب اوبلارو کښې د صهیونیسټ رژیم په څو کشتیو باندې چې اسرائیلو ته روانې وې بریدونه کړي دي.