عطوان :د مقاومت توغندیواوډرون الوتکو امریکا شاته کړه
عبدالباری عطوان په رای الیووم ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلی چې په دې وروستیو کې امریکا په عراق کې له خپلو ټولو پوځی اډو د سمدستی وتلو لپاره د عراق د اسلامی مقاومت د ځواکونو غوښتنې ته غاړه کېښوده. ، او دا په اصل کې د مقاومت په بریدونو پورې اړه لري چې د امریکا د اربیل، الشدادي او عین الاسد همدارنګه کونیکو، التنف اډې او همدارنګه د تیلو په میدان کی د العمر سیمه په نښه کړی ده
د عربي نړۍ نامتو شنونکي په عراق او سوریه کې د امریکايي اشغالګرو په وړاندې د عراق د مقاومت مرګونې ګوزارونو ته په اشارې سره وویل: امریکا یوازې د زور په ژبه پوهیږي او د عراق مقاومت هم د یرغلګرو په وړاندې له هماغې کار اخیستی دی.
عبدالباری عطوان په رای الیووم ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلی چې په دې وروستیو کې امریکا په عراق کې له خپلو ټولو پوځی اډو د سمدستی وتلو لپاره د عراق د اسلامی مقاومت د ځواکونو غوښتنې ته غاړه کېښوده. ، او دا په اصل کې د مقاومت په بریدونو پورې اړه لري چې د امریکا د اربیل، الشدادي او عین الاسد همدارنګه کونیکو، التنف اډې او همدارنګه د تیلو په میدان کی د العمر سیمه په نښه کړی ده
عطوان لیکي چې د امریکا حکومت تل د عراق د حکومت د وتلو غوښتنه رد کړې او په دې اړه له هر ډول خبرو اترو مخکې یې پر پوځي اډو د ټولو بریدونو د درولو شرط ایښی و، خو د توغندیو او ځانمرګو بې پیلوټه الوتکو او امریکايي ځواکونو ته د ګوزارونو له امله واشنګټن دې ته اړ کړ چې له دغه شرط تیر شی .
عطوان یادونه وکړه چې د یمن، لبنان او عراق اسلامي مقاومت د صهیونیسټي رژيم په وړاندې دقیق عملیات کوي او په ځمکني او سمندري برخو کې په بشپړه همغږۍ سره فعالیت کوي او دا موضوع په نیواکی فلسطین کې له نیواکګرو د پوځي ملاتړي په توګه په امریکا د ګوزار کولو لپاره له بشپړ پلان سره سمون خوري .
دغه عربي شنونکي زیاته کړه چې په عراق کې د امریکايي پوځیانو شمېر شاوخوا ۲۵۰۰ دی، خو له دغه هېواد ه د هغوی وتل په افغانستان کې له ماتې وروسته د امریکا لپاره لویه ماتې ده. امریکا چې د عراق په جګړه کې یې شاوخوا شپږ تریلیون ډالره لګولي او په دې جګړه کې یې ۴۴۸۷ کسان مړه او ۳۲ زره نور ټپیان شوي دي، په داسی پای سره مخامخ ده چې په دې چټکتیا سره یې تمه نه کېده او اوس له عراقه د خپلو ځواکونو له ویستلو پرته بله چاره نه لري.