د یمن پوځ به په جنګي بیړیو بریدونه زیات کړي
(last modified Wed, 31 Jan 2024 09:45:13 GMT )
Jan 31, 2024 14:15 Asia/Kabul
  • د یمن پوځ به په جنګي بیړیو بریدونه زیات کړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن حکومت وویل چې دوې به د خپل ځان د دفاع لپاره په سره سمندر کښې د امریکا او د بریتانیا په جنګي بیړیو باندې حملې زیاتې کړي.

د یمن د حکومت ویاند وویل مونږ د امریکا او د بریتانیا په هغو جنګي بیړیو باندې چې د یمن پرضد په تیریو کښې برخه اخلي بریدونه کوو.

بریتانیا او امریکا په یمن کښې په ځینو سیمو باندې بریدونه کړي وو او انصار الله غورځنګ یې د ترهګرو ډلو په فهرست کښې شامل کړی.

د یمن پوځ چې د هیواد د اکثرو سیمو کنټرول په لاس کښې لري په سره سمندر کښې د اسرائیلو په کشتیو او هغو کشتیو باندې چې صهیونیسټ رژيم ته ورځي بریدونه کوي او زیاتوي چې مونږ دغه کار د فلسطین له خلکو سره د خواخوږۍ لپاره ترسره ک وو.

بل خبر دا چې اسټرالیا په یوې سترې سمندري کشتۍ کښې  اسرائیلو ته څوارلس زره پسونه او دوه زره غواګانې استولي دي کومې چې اوس په سمندر کښې ښکیلې شوي دي.

دغه راز د ملګروملتونو ځانګري راپورټرې میرمن فرانسیسکا البانیز(Francesca Albanese) وویل د فلسطینیانو لپاره د کار د پیدا کولو لپاره د ملګروملتونو  «انروا »موسسې سره  د لویدیځو هیوادونو د مالي مرستو ځنډول د دوه ګوڼه معیار ښودنه کوي.

هغې وویل همدغو لویدیځو هیوادونو له اسرائیلو سره چې پوځ یې په تیرو درې نیمو میاشتو کښې په غزې تړانګې او نورو فلسطیني سیمو کښې څه د پاسه شپږویشت زره کسان  وژلي دي اړیکې نه دي غوڅې کړي.

بل خبر دا چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن د اسرائیلو لخوا  د فلسطین د غزې تړانګې د کلابندۍ په هکله په هالینډ کښې دیره د هیګ محکمې د موقته حکم په هکله د بحث لپاره غونډه کوي.

د امنیت شورا دغه غونډه په داسې  حال کښې کیږي چې اسرائیلو تائید کړه چې دوې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د حماس غورځنګ د ځمکې لاندې ټونلونو له اوبو ډکوي.

دغه راز د اسرائیلو پوځ وویل چې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په غزې تړانګه کښې په جنګونو کښې پینځویشت فلسطینیان شهیدان او د اسرائیلو درې پوځیان هم وژل شوي دي.

Image Caption