د اسرائیلو پوځيان په غزې کښې ناکامه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145744-د_اسرائیلو_پوځيان_په_غزې_کښې_ناکامه_شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو پينځه لکه پنځوس زره پوځیان په غزې باندې سلطې موندلو کښې ناکامه شوي دي.
(last modified 2024-02-04T09:18:43+00:00 )
Feb 04, 2024 13:07 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو پوځيان په غزې کښې ناکامه شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو پينځه لکه پنځوس زره پوځیان په غزې باندې سلطې موندلو کښې ناکامه شوي دي.

د عربي نړۍ مشهور شناندي« عبدالباري عطوان» په دې خبرې سره چې د صهیونیسټ رژيم پینځه لکه پنځوس زره پوځیان د فلسطین په غزې تړانګې باندې د بشپړه سلطې د موندلو او د مقاومت ډلو په له مینځه وړلو کښې ناکامه شوي دي ټینګار وکړ چې د اسرائیلو رژیم ستر ګوزار خوړلی دی او ارکان یې لړزانده شوي دي.

هغه د غزې په هکله د فرانسې په پلازمینې پاریس کښې د امریکا د صهیونیسټ رژیم د  قطر او د مصر د جاسوسۍ ادارو د مشرانو څلور اړخیزه غونډې نیتجو ته په اشارې سره ولیکل د پاریس د موافقې پلان په مینځني ختیځ کښې د امریکا د ځوړتیا په او په سیمه کښې د جنګ د پراخیدا د امکان د له مینځه وړلو په لړ کښې دی په تیره بیا دا چې د حماس غورځنګ د ماتي امکان نشته او د فلسطین مقاومت ډلو خپلې اتیا فیصده وسلې او ځواکونه ساتلي دي.

عبدالباري عطوان د امریکا او د انګلستان لخوا د دوو حکومتونو د لارو چارو ترویج ته په اشارې  سره وویل دغو دوو هیوادونو په مینځني ختیځ کښې په ټولو ورانونکو جنګونو کښې ګډون کړی دی او د مقاومت د ځواکونو او د فلسطین د ملت لپاره نوي لومه غوړولي ده او هدف یې د اکتوبر د میاشتې د بریالیتوب د اغیز کمول او تر دې شیبې پورې د نیواکګر صهیونیسټ رژیم په تاوانونو او مرګ ژوبلو باندې د برغولي کیښودل دي.