اسرائیلو له امریکا سره په اختلاف اعتراف وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145752-اسرائیلو_له_امریکا_سره_په_اختلاف_اعتراف_وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا په ولسمشر جوبایډن باندې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم د کورني امنیت د سرزوري وزیر له نیوکې وروسته د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم د امریکا او د اسرائیلو ترمینځ په اختلافاتو اعتراف وکړ.
(last modified 2024-02-04T20:20:17+00:00 )
Feb 05, 2024 00:47 Asia/Kabul
  • اسرائیلو له امریکا سره په اختلاف اعتراف وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا په ولسمشر جوبایډن باندې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم د کورني امنیت د سرزوري وزیر له نیوکې وروسته د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم د امریکا او د اسرائیلو ترمینځ په اختلافاتو اعتراف وکړ.

د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر نتانیاهو د اسرائیلو د کورني امنیت د سرزوري وزیر« ایتامار بن ګویر» پرضد د واشنګټن ځینو چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل تل اویو د واشنګټن د ملاتړونو قدرونه کوي خو دا په دې معنا نه دي چې اسرائیل له امریکا سره هیڅ اختلافات نلري.

نتانیاهو د خپلو څرګندونو په بلې برخې کښې د فلسطین د حماس غوځنګ د له مینځه وړلو د توهم په تکرارولو سره وویل اسرائیل به د حماس غورځنګ د له مینځه وړلو او په غزې کښې د بندیانو د خوشي کولو په شمول خپل ټولو هدفونو ته له رسیدا مخکې جنګ ختم نکړي.

د اسرائیلو د نسل وژونکي رژيم لومړي وزیر نتانیاهو دغه راز د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو د  مرستې او د کار د اژانس« انروا» پرضد خپلې بې اساسه او بې بنسټه ادعاګانې تکرار کړې او ویې ویل انروا د مشکلاتو یوه برخه دی نه حل لاره او اوس وخت رارسیدلی دی چې د انروا پرځاې بله اداره ځاې ناستي شي.

په عین حال کښې د صهیونیسټ رژيم د کورني امنیت سرزوري وزیر ایتامار بن ګویر د امریکا له وال سټریټ جورنال ورځپاڼې سره په مرکه کښې په دې ادعا سره چې د امریکا اوسنی حکومت د غزې تړانګې له خلکو سره د بشر دوستانه مرستو هڅه کوي وویل  د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرامپ د شتون د دوام په بڼه کښې به د اسرائیلو شرایط کاملا متفاوت او بهتر وو.