په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۷۴۷۸ تنو ته رسیدلی دی
اشرف القدره همداشان وویل چې نیواکګر رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د ملکی خلکو په خلاف ۱۳ نوی جنایتونه ترسره کړی چې په نتیجه کښې یې ۱۱۳ تنه شهیدان او ۲۰۵ نور ژوبل شوی دی.
د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره اعلان وکړ چې په دې سیمه کې له ۱۲۲ ورځو جګړې وروسته د شهیدانو شمېر ۲۷۴۷۸ ته رسېدلی دی.
د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې اشرف القدره وویل: تراوسه پورې ۶۶۸۳۵ کسان ژوبل شوی دی او تر اوه زره زیات کسان لا هم د خاورو لاندې لادرکه دی.
اشرف القدره همداشان وویل چې نیواکګر رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د ملکی خلکو په خلاف ۱۳ نوی جنایتونه ترسره کړی چې په نتیجه کښې یې ۱۱۳ تنه شهیدان او ۲۰۵ نور ژوبل شوی دی.
په همدې اړه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونیسف) د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا په غزې تړانګه کې د ماشومانو د ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکړ.
د ملګرو ملتونو ادارې خبرداری ورکړی چې په غزه کې بشري ناورین په زرګونو زیان منونکي خلک د ناروغۍ له خطر سره مخ کړي دي.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې د اسراییلو د بریدونو له امله د غزې ۸۵ فیصده وګړي د خوراکي توکو، پاکو اوبو او درملو له سخت کمښت له امله بې ځایه شوي دي، په داسې حال کې چې د غزې ۶۰ سلنه بیخ بیناوې ویجاړې او یا هم تاوانی شوی دی .
د اکټوبر له اوومې راهیسې د اسرائیلو پوځ د غزې په تړانګه باندې ویجاړونکي بریدونه پیل کړي چې د سیمې د ډېرو بنسټونو په تېره بیا د غزې د روغتیايي بنسټونو د ویجاړېدو لامل شوی دی.
په دغو بریدونو کې د خپلو کورونو له ویجاړیدو وروسته د غزې زیاتره خلک بې کوره شوي او په روغتونونو، ښوونځیو او خیمو کې اوسیږي.