صهیونیسټي رژیم به په غزه کښې ماتې وخوري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145942-صهیونیسټي_رژیم_به_په_غزه_کښې_ماتې_وخوري
د یمن د انصار ا... عمومي منشي وویل: په غزې باندې تیری به، سره له دې چې د جنایت ترټولو لوړې احصائیې یې ثبت کړې دي، له ماتې او ناکامۍ سره به مخامخ شي.
(last modified 2024-02-08T23:52:21+00:00 )
Feb 09, 2024 04:21 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم به په غزه کښې ماتې وخوري

د یمن د انصار ا... عمومي منشي وویل: په غزې باندې تیری به، سره له دې چې د جنایت ترټولو لوړې احصائیې یې ثبت کړې دي، له ماتې او ناکامۍ سره به مخامخ شي.

«سید عبدالملک بدرالدین» پرون د سیمې د بدلونونو په هکله یوې وینا کښې وویل: د صهیونیسټي رژيم جنایتونه او په غزه کښې نسل وژنه خپل اوج ته رسیدلې ده او دا جنایتونه، د فلسطین د خلکو د قتلِ عام لپاره د صهیونیسټي رژیم د جنایتکاره کړنلارې ترټولو ستر سند او مدرک دی.

د یمن د انصار ا... غورځنګ عمومي منشي، دې ټکي ته په اشارې سره چې د کشتیو له امنیته په ملاتړ کښې د امریکې او بریطانیې ادعا دروغ او بې بنیاده ده، زیاته کړه: د یمن جبهه د دښمن  هدف ګرځول او سمندري عملیات، د غزې  محاصرې تر ختمیدو پورې جاري ساتي او په سرې بحیرې کښې د عملیاتو اصلي تاوان، اسرائیلو، امریکې او بریطانیې ته رسي.

سید عبدالمالک بدرالدین په دې خبرې سره چې دفلسطین د ولس په مقاومت تکیه کیدلی شی او د ملاتړی جبهې رول هم د ولسی مقاومت د تکامل رول لری وویل : په غزه کښې مقاومت او سرشیندنه د فلسطین د تاریخ یوه روښانه پاڼه ده

د یمن د انصار الله غورځنګ سرمنشي له صهیونیسټي رژیم سره د امریکا هر اړخیز ملاتړ ته په اشارې سره وویل: اسرائیل په غزه کښې د فلسطیني جنګیالیو د تباهۍ او د فلسطینیانو د جبري مهاجرت په شمول د خپلو ټاکل شویو هدفونو په تحقق کښې پاتې راغلی دی.