صهیونیسټي رژیم به په غزه کښې ماتې وخوري
د یمن د انصار ا... عمومي منشي وویل: په غزې باندې تیری به، سره له دې چې د جنایت ترټولو لوړې احصائیې یې ثبت کړې دي، له ماتې او ناکامۍ سره به مخامخ شي.
«سید عبدالملک بدرالدین» پرون د سیمې د بدلونونو په هکله یوې وینا کښې وویل: د صهیونیسټي رژيم جنایتونه او په غزه کښې نسل وژنه خپل اوج ته رسیدلې ده او دا جنایتونه، د فلسطین د خلکو د قتلِ عام لپاره د صهیونیسټي رژیم د جنایتکاره کړنلارې ترټولو ستر سند او مدرک دی.
د یمن د انصار ا... غورځنګ عمومي منشي، دې ټکي ته په اشارې سره چې د کشتیو له امنیته په ملاتړ کښې د امریکې او بریطانیې ادعا دروغ او بې بنیاده ده، زیاته کړه: د یمن جبهه د دښمن هدف ګرځول او سمندري عملیات، د غزې محاصرې تر ختمیدو پورې جاري ساتي او په سرې بحیرې کښې د عملیاتو اصلي تاوان، اسرائیلو، امریکې او بریطانیې ته رسي.
سید عبدالمالک بدرالدین په دې خبرې سره چې دفلسطین د ولس په مقاومت تکیه کیدلی شی او د ملاتړی جبهې رول هم د ولسی مقاومت د تکامل رول لری وویل : په غزه کښې مقاومت او سرشیندنه د فلسطین د تاریخ یوه روښانه پاڼه ده
د یمن د انصار الله غورځنګ سرمنشي له صهیونیسټي رژیم سره د امریکا هر اړخیز ملاتړ ته په اشارې سره وویل: اسرائیل په غزه کښې د فلسطیني جنګیالیو د تباهۍ او د فلسطینیانو د جبري مهاجرت په شمول د خپلو ټاکل شویو هدفونو په تحقق کښې پاتې راغلی دی.