د اسرائیلو لومړی وزیر د جنګ د اوږدولو هڅه کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ یوه مشر« اسامه حمدان» بیګا ټینګار وکړ د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو کړچار ښودنه کوي چې هغه موافقې ته پام نه کوي او د جنګ د اوږدولو کوشش کوي.
هغه زیاته کړه مونږ یوازې د بندیانو په هکله خبرې نه کوو بلکې له هغو ورهاخوا زمونږ خبرې د حملو د بندولو لپاره دي ، خو د اسرائیلو ځوابونه داسې شی نه دی چې مقاومت یې غوښتنه کوي.
د فلسطین دغه مقام زیاته کړه د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو داسې خبرې کوي ته وا د صهیونیسټ رژیم پوځ بریالی شوی چې په ټولې غزې تړانګه کښې مقاومت ډلو ته ماتي ورکړي په داسې حال کښې چې حقیقت بل څه دی.
اسامه حمدان په دې خبرې باندې ټینګار سره هره موافقه چې په غزې تړانګې باندې د حملو بندول پکښې شامل نه وي د فلسطین د ملت غوښتنې نه محققې کوي جوته کړه د پاریس وړاندیز ته د اسرائیلو ځواب یوازې خنډونه رامینځته کړي دي کوم چې د موافقې له ترلاسه کولو سره هیڅ مرسته نه کوي.
د فلسطین د حماس غورځنګ یوه مشر اسامه حمدان وویل امریکا له صهیونیسټ رژيم سره یوځاې په غزې تړانګه کښې د ډله ئیزې وژلې کامله مسووله ده.
هغه له عربو اتحادیې او د ملګروملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې په رفع سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا د فلسطینیانو د نوي وژلې د مخنیوي لپاره سمدستي اقدام ترسره کړي.
اسامه حمدان په پاې کښې وویل سیمه به هغه وخت ثبات وویني چې په غزې باندې د صهیونیسټ رژیم حملې بندې شي او د ختیځ قدس د پلازمینې په توګه د فلسطین هیواد جوړ شي.
د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو پرون سهار د رفع ښار په مرکز کښې د فلسطین د هلال احمر مرکز ته نږدې په کورونو باندې حملې وکړې چې تراوسه پکښې څه د پاسه سل فلسطینیان شهیدان او له دوه سوه دیرشو زیات ژوبل شوي دي.