اسرائیل په رفح سیمې باندې د حملې لپاره لالهانده دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی فیننشل ټایمز ورځپاڼې پرون سهار راپور ورکړ صهیونیسټ رژیم د هغه څه په اپوټه چې ویلي یې دي د فلسطین په رفع سیمې باندې د حملې لپاره کوم معلوم پروګرام نلري او لالهانده شوی دی.
دغه ورځپاڼې د یوې خبرې سرچینې په قول وویل د فلسطین په رفع سیمې باندې د ژر حملې په هکله له عمومي خبرو سره سره تراوسه په رفع سیمه کښې د اسرائیلو رژیم د حملو د پیلیدا لپاره هیڅ پروګرام نشته.
دغه خبرې سرچینې وویل اسرائیل نه پوهیږي چې څه وکړي او د رفع سیمې په هکله زیات لالهاندی دی.
په عین حال کښې د ملګروملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او مشر «ټیډروس ایډهانوم ګبریسوس» وړمه ورځ د فلسطین په رفع سیمې باندې د صهیونیسټ رژیم د احتمالي حملې په هکله راپورونه ډیر اندیښمنونکي وبلل او ټينګار یې وکړ په رفع سیمې باندې د اسرائیلو هر ډول حمله به ورانونکي پایلې ولري.
هغه دې ته په اشارې سره چې حاضر دمه د فلسطینیانو لپاره بل هیڅ ځای نشته چې هلته په ورتلو سره ځان ته د وسیدو ځاې ، خدمات او د روغتیا اسانتیاوې پیدا کړي ټینګار وکړ حتی د رفع سیمې روغتونونه هم حاضر دمه له ناروغانو څخه ډک شوي دي.
د صهیونیسټ نیواکګر رژیم لومړي وزیر نتانیاهو ویلي دي چې په راتلونکو څوارلسو ورځو کښې به په رفع سیمې باندې ځمکنې حملې پیل کړي.