عراق کښې د امریکا شتون په ختمیدا دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق لومړي وزیر «محمد شیاع السوډاني» پرون ټینګار وکړ په هیواد کښې د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد د نړیوال ائتلاف شتون ختمیدا ته رسیدلی دی.
هغه وویل مونږ په عراق کښې د نړیوال ائتلاف د شتون د ختمیدا په پړاو کښې یوو او د دغه ائتلاف د ماموریت له ختمیدا وروسته باید د نیمګړتیاو د ختمولو لپاره امکانات هم برابر شي.
د عراق لومړي وزیر شپږ ورځې مخکې هم ویلي وو چې د نړیوال ائتلاف د عسکرو ماموریت او شتون د عراق په غوښتنه پیل شوی و او دغه ماموریت به د عراق په غوښتنه پاې ته ورسیږي.
هغه وویل د نړیوال ائتلاف د پوځیانو د ماموریت د ختمولو هدف د پوځي سلاکارانو پرضد حملو ته د اړونده پلمو له مینځه وړل دي.
د عراق لومړي وزیر شیاع السوډاني په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د عراق په خاوره باندې هر ډول پوځي حمله د منلو وړ نه ده وویل چې د عراق کردستان سیمه د نړیوال ائتلاف د پوځیانو د ایستلو لپاره د خبرو اترو یوه برخه ده.
هغه دې ته په اشارې سره چې عراق د امریکا له وروستیو حملو وروسته له واشنګټن سره هیڅ ډول تماس نه درلود وویل د عراق حکومت داسې معادله لاس ته راوړي ده چې د مقاومت ډلې د امریکا د بریدونو د بندیدا په بدل کښې خپلې حملې بندې کړي.
د امریکا نیواکګر عسکر له نورو خارجي پوځیانو سره یوځاې د نړیوال ائتلاف په چوکاټ کښې له دوه زره دریم میلادي کال راهسې په عراق کښې دیره دي چې تر ټولو ستره اډه یې د عراق په الانبار ولایت کښې په عین الاسد سیمه کښې ده.
امریکا له انګلستان ، فرانسې او نورو اروپايي هیوادونو سره یوځاې په عراق ، سوریې ، لبنان او نورو هیوادونو کښې له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره هرډول مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې کوي.