په یمن باندې د امریکا او د انګلیس بیاځلې برید
Feb 14, 2024 10:36 Asia/Kabul
تېره شپه بیا ځلې امریکایي او انګلیسې الوتکو د یمن په لوېدیځو سیمو باندې پراخې بمبارۍ وکړې.
د المسیرې له راپور سره سم، امریکا او انګلیس تېره شپه د یمن په لوېدیځه کې د الحدیدې ولایت د راس عیسی په سیمې باندې هوایي بریدونه کړي دي.
لاهم د دغو بریدونو د مرګژوبلو او د زیان په هکله کوم خبر نه دی خپور شوی.
امریکایانو تېره ورځ هم د الحدیدې ولایت په التحیتا ولسوالۍ کې په مختلفو سیمو بریدونه کړې وه.
امریکا او انګلیس د اسرائیل د رژیم په ملاتړ کې په تېرو اوونیو کې په ځلونو د یمن په خاورې بریدونه کړي دي.
د یمن وسله والو ځواکونو د غزې په خلاف د صهیونیستانو د بریدونو د بندون په موخه اسرائیل رژیم یې د اوبو له لارې محاصره کړی او هر هغه کښتۍ چي دغه رژیم ته توکې یوسي په نښه کوي.