د طوفان الاقصی د رامینځته کیدو څرنګوالی، د حماس له خولې
«د طوفان الاقصی عملیاتو د کیدو له ځرنګوالي څخه د حماس روایت» په نامه یوه ځانګړې لیکنه
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ(حماس) د فرورۍ په څلورمه نیټه په یوې خبرپاڼې کښې د صهیونیسټي رژیم خلاف د طوفان الاقصی عملیاتو د پيلیدو علت بیان کړ. حماس په دغې خبرپاڼې کښې وویل چې له نیواکګرو او استعمار سره د فلسطین د ولس جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه نیټه نه ده پيل شوې بلکې له ۱۰۵ کاله مخکښې شوې شوې ده. د فلسطین ولس ۳۰ کاله د برطانوي استعمار لاندې او ۷۵ کاله یې د صهیونیسټانو تر نیواک لاندې تیر کړي دي.
د فلسطین ولس په ۱۹۱۸ کال کښې د دغه ټاټوبي د ۹۸.۵فیصده خاورې څښتن و او د دغې خاورې ۹۲ فیصده اوسیدونکي فلسطینیان وو، له بلې خوا ځیني یهودیان چې زیاتره یې په هغه زمانه کښې دغه ټاټوبي ته د ابتدايي مهاجرتونو له لارې او تر ۱۹۴۸ کاله پورې یعنې د نیواکګر صهیونیسټي رژیم له جوړیدو نه مخکښې ورغلي وو، سره له دې چې برطانیې د کډوالۍ ورونه په یهودیانو خلاص کړي وو او د خپل حکومت د جوړولو لپاره د یو ښه چاپیریال د برابرولو په تکل کښې وو او د فلسطینیانو ځپنه او ورباندې یې ظلمونه شروع کړل، خو په عین حال کښې صهیونیسټانو د فلسطین د خاورې یوازې په ۶ فیصده برخې ولکه درلوده او د کډولۍ د پراخې څپې سره سره یې د فلسطین د ټولو نفوسو ۳۱.۷ فیصده درلودل. له هغه وخت راهیسې فلسطینیان په دې څو لسیزو کښې له ډول ډول بدماشیو، ظلمونو، له بنیادي حقوقو له محرومیت او له توکمپالو سیاستونو سره سره مخامخ دي.
د دې خبرپاڼې په دوام کښې راغلي دي: د غزې تړانګه له تیرو ۱۷ کالو راهیسې له سختې کلابندۍ سره مخامخ ده او په دې حالاتو کښې د نړۍ په یو داسې ترټولو ستر زندان بدله شوې چې چت نه لري. د غزې تړانګه همداشان له پنځو ورانوونکو جنګونو سره مخامخ شوې او دغه جنګونه هر ځل صهیونیسټي رژیم پیل کړي دي. له ۲۰۰۰ میلادي کال نه د ۲۰۲۳ کال تر ستمبر میاشتې پورې نیواکګرو ۱۱ زره ۲ سوه ۹۹ فلسطینیان شهیدان کړي او ۱ لاک ۵۶ زره ۷ سوه ۶۷ کسان یې زخمي کړي دي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي.
حماس څرګندوي: په ملګرو ملتو کښې د اسرائیلو استازي د نړۍ د هیوادونو د استازو د سترګو په وړاندې د بشري حقوقو د شورا رپورټ څیرې کړ. اسرائیلو په لویدیځې غاړې کښې د ښارګي جوړونې د زیاتولو او د دغې سیمې د یهودي کولو په لړ کښې په خپلو پراختیا غواړو اقداماتو سره، په عملي توګه د فلسطین هیواد د جوړیدو د امکان د ختمولو کوشش کړی دی.
حماس غورځنګ په دوام کښې دا پوښتنه مطرح کړې ده، آیا د فلسطین له ولسه توقع کیده چې د اسرائيلو د وحشي توبونو او تیري په وړاندې د ملګرو ملتو او ورپورې د اړونده سازمانونو د اقداماتو بې ګټې انتظار ته دوام ورکړي؟
د دغې بیانیې په دوام کښې راغلي دي: د الاقصی طوفان عملیات د فلسطین د مسئلې د ویجاړولو لپاره ډیزاین شويو پلانونو سره د مقابلې لپاره یو اړین ګام او طبیعي ځواب دی. طوفان الاقصی د تل ابیب د پلانونو سره د مقابلې لپاره ترسره شو چې د فلسطین په خاوره تسلط ولري او په الاقصی جومات باندې خپل حاکمیت وکاروي. د الاقصی طوفان د غزې تړانګې د ظالمانه محاصرې د ختمولو لپاره یو ضروري اقدام و او له نیواکګرو څخه د آزادۍ په چوکاټ کښې یو طبیعي ګام ګڼل کیږي.
حماس تاکید وکړ: دغه عملیات د نورو ملتونو په شان د فلسطین د ملت د خپلواکۍ او آزادۍ د احساسولو او همداشان د خپلواکۍ د حق د تحقق لپاره یو طبیعی اقدام ؤ. د الاقصی طوفان د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو لپاره چې بیت المقدس یې د پلازمینې په توګه وټاکل شي یو اړین ګام و. دغه عمليات د اکتوبر په اوومه نېټه د اسرائيلو پوځي مرکزونه په نښه کړل چې په ترڅ کې يې د فلسطيني بنديانو د خلاصون په موخه د دښمن د عسکرو د نيولو هڅه وشوه.
د دې بیانیې په دوام کښې راغلي دي: د طوفان الاقصی آزادي غوښتونکي عملیات په غزه کښې د اسرائیلو د فوځي څانګې او د غزې د تړانګې په شاوخوا کښې په میشت ځایونو کښې د صهیونیسټي رژيم په مرکزونو باندې متمرکز وو. د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو له نښه کولو څخه ډډه کول، یوه دیني او اخلاقي اړتیا ده چې او د حماس اولادونه د هغې په اساس روزل شوي دي.
د فلسطین اسلامي مقاومت د اسلام د مبین دین په ضوابطو او حکمونو پابند دی او د دغه غورځنګ پوځي څانګه، نیواکګر پوځیان او هغه کسان پّ نښه کوي چې د فلسطین د ولس خلاف وسله پورته کوي. په دې وجه مبارز فلسطیني ځواکونه د پرمختللو وسلو د نه لرلو باوجود، د ملکي وګړو له هدف ګرځولو ډډه کوي. حماس غورځنګ ټینګار کړی دی چې په غزې تړانګه کښې له اسیر شویو اسرائیلي ملکیانو سره مثبت سلوک کوي. د طوفان الاقصی عملیاتو له اولې ورځې هڅه شوې چې څومره زر ممکنه وي، دغه اسیران خوشې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي: په دې هکله د نیواکګرو تبلیغات چې قسان کنډکونو د اکتوبر د اوومې نیټې په حملې کښې ملکي اسرائیليان په نښه کړي دي، دروغ او تهمت دی.
د قسام مبارزانو ملکي وګړي نه دي په نښه کړې بلکې زیاتره یې خپله د اسرائیلو د پولیسو او پوځي ځواکونو په لاس وژل شوي دي. د مقاومت د ځواکونو په لاس د ۴۰ تي رودو ماشومانو د وژلو ادعا په پریکنده توګه تکذیب شوې چې خپله اسرائیلي سرچینو پرې هم اعتراف کړی دی. حماس همداشان اعلان وکړ: د اسرائيلو حملې سبب شوې هغه ډیر اسرائیلیان چې د اکتوبر په اوومه نیټه اسیران شوي وو، ووژل شي. بمباریو او ورانیو وښودله چې نیواکګر حتی د خپلو اسیرانو د ژوند پروا هم نه کوي او د هغوي قرباني کولو ته تیار دي. د اکتوبر په اوومه نیټه ځیني وسله وال ښارګي میشتي د مقاومت له مبارزانو سره ښکیل شول او نیواکګرو هغوي د د غیرپوځي وژل شویو په توګه ثبت کړي دي. بې پلوه او سالم تحقیقات به د حماس غورځنګ دا خبرې تایید کړي او د نیواکګرو ادعاوې به تکذیب کړي.
د دې بیانیې په دوام کښې راغلي دي: مونږ له مختلفو هیوادونو څخه غواړو چې په فلسطین کښې د ترسره شویو جنایتونو د څیړلو لپاره خپل ملاتړ اعلان کړي. د فلسطین ملت د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړي چې ژر تر ژره یو پلاوی فلسطین ته واستوي چې د ټولو جنایتونو او له قوانینو څخه د سرغړونو په اړه خپلواکه پلټنه وکړي. حماس زیاته کړه: د اکتوبر د اوومې نیټې پیښې باید په پراخه پیمانه وڅیړل شي او د نړۍ د معاصر تاریخ د آزادۍ د مبارزو مثالونه باید په یاد وساتل شي. لویدیځ هیوادونه دا منل نه غواړي چې د ستونزې او کړکیچ ریښه او جرړه د نیواکګرو شتون او د فلسطین د خلکو د آزاد ژوند د حق غصب کول دي.
د دغې اعلامیې په یوه بله برخه کښې هم راغلي دي: د حماس غورځنګ یو ملي او روا ازادی غواړې غورځنګ دی او هر ملت له ځانه د دفاع حق لری. د وسله والې دفاع په شمول په هرې وسیلې د اشغالګرو په وړاندې مقاومت په ټولو دینونو او نړیوالو قوانینو کې مشروع دی.
د حماس غورځنګ په دغه بیانیه کښې همداراز زیاته کړه امریکا او نورو لویدیځو متحدو هیوادونو یې د اسرائیلو د جعلی رژیم له رامینځته کیدو راهیسې د فلسطین د ملت د نیواک او ځپنې د دوام لپاره لازمې مرستې کړی دی. د فلسطین د زیاتې ځمکې غصبول، مقدساتو ته سپکاوی او د نیول شویو ځمکو د یهودي کولو کوشش، د فلسطین د ولس لپاره د ژوند د سختو او بدو شرایطو رامینځته کول، او د هغوي د بې ځایه کولو او دخپل وطن پریښودلو ته یې د مجبورولو هڅې د صهیونیسټ رژیم نورې کړنې دي چې په دې کلونو کې د لویدیځو هیوادونو په ملاتړ ترسره شوې دي.
سره له دې چې ملګرو ملتونو او اړوندو بنسټونو یې، په تېرو ۷۵ کلونو کې د فلسطیني ملت په ګټه تر ۹۰۰ ډېر پرېکړه لیکونه صادر کړي دي، خو اسرائیلو د دغو پریکړو له عملي کولو ډډه کړې ده. د امريکې او لويديځ د «وټو» ظالمانه طاقت تل دې ته تيار دی چې د هر هغه کوشش په خلاف استعمال شي چې اسراييل د دغو پرېکړو د عملي کولو او د دغه رژيم د چلند غندلو ته مجبور کړي. غربي هیوادونه چې امریکا یې په سر کښې ده د صهیونیسټي نیواک په نه ختمیدونکو جنایتونو او د فلسطین د خلکو په دوامدارو کړاوونو کښې شریک دي .
حماس غورځنګ د خبرپاڼې په دوام کښې د 1993 کال د اوسلو تړون ته په اشارې سره ، کوم چې په لویدیځه غاړه او غزې تړانګه کې د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو لپاره زمینه برابره کړې وه، خو "اسرائیلو" په لویدیځې غاړې کښې د ښارګي جوړونې د پراختیا او یهودي کونې په تیره بیا د ختیځ قدس د یهودي کولو په کوشش سره، په عملي توګه د فلسطیني دولت د جوړولو هر ډول احتمال له منځه وړی دی. د جوړجاړي د لارې ملاتړي پس له دیرشو کلونو پوه شوي دي چې بندون ته رسیدلي دي او دغې لارې د فلسطین د قضیې لپاره غمیزه ناکې پایلې لرلې دي.
د دې بیانیې په دوام کښې راغلي دي: اسرائیلي مسئولانو د فلسطیني هیواد له جوړیدو سره خپل پریکنده مخالفت اعلان کړی دی. د اسرائیلو وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د ۲۰۲۳ کال په ستمبر میاشت کښې له طوفان الاقصی یوه میاشت مخکښې په ملګرو ملتو کښې په خپلې وینا کښې د لویدیځې غاړې او د غزې تړانګې په شمول د ټول فلسطین نقشه وښودله چې ټوله یوه رنګ وه او ورباندې د «اسرائیلو» نوم لیکل شوی و. نړیواله ټولنه په داسې حال کښې چې د اسرائیلو تکبر یې لیده، غلې پاتې شوه او هیڅ یې ونه کړل.
حماس غورځنګ د خپلې دغې اتلس مخیزې بیانیې په وروستۍ برخه کښې، د یولړ پوښتنو په مطرح کولو سره نړیواله ټولنه او عامه افکار غور ته مجبور کړي دي.
وړومبې دا چې د فلسطین ولس باید د یهودي کونې د پلانونو، د مسجد الاقصی د مکاني او زماني ویش او په مسجد الاقصی باندې د ښارګي میشتو د پارونکو بریدونو د زیاتیدو په مقابل کې څه وکړي؟
دویمه دا چې فلسطینیان باید د تنلاري صهیونیسټي حکومت له اقداماتو سره د مقابلې لپاره کوم غبرګون وښئي؟
دریم، د فلسطین ولس ته د اسرائیلو له زندانونو د زرګونو فلسطیني اسیرانو آزادولو ته د نیواکګر رژيم د مجبورولو لپاره څه پکار دي؟
څلورم، د غزې د ظالمانه محاصرې د ختمولو لپاره چې خلک یې له تدریجي مړینې سره مخامخ دي، فلسطینیان باید څه وکړي؟
پنځم، د فلسطین ولس په لویدیځې غاړې کښې د ښارګي میشتو له جنایتونو او تشدد سره د مقابلې لپاره باید څه وکړي؟
او شپږم، بلآخره فلسطیني چارواکي پس له ۷۵ کلونو خپل ټاټوبي ته د ستنیدو لپاهر د ۷ میلیون فلسطینیانو د خوب او ارمان د پوره کیدو لپاره باید څه وکړي؟
په دغه بیانیه کښې حماس د نیواکګرۍ خلاف مقاومت د فلسطین دخلکو قانوني حق وباله او صهیونیسټی نیواکګرو ته د قانونی سزا ورکولو د غوښتنې په ترڅ کښې یې له نیواکګرو د ملاتړو قدرتونو د دوه ګوني معیارونو په وړاندې د دریځ د غوره کولو غوښتنه وکړه. دغه غورځنګ ټینګار وکړ چې د فلسطین ملت پخپله خپل راتلونکی ټاکلی شي او هیڅوک حق نلري چې د هغه لپاره دنده وټاکي.
*/*/*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد دراني