د نتانیاهو مخالفان د هغه د کور مخې ته راغونډ شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i146216-د_نتانیاهو_مخالفان_د_هغه_د_کور_مخې_ته_راغونډ_شول
د صهیونیسټي رژيم خبري سرچینو بیګا په تل ابیب کښې د دغه رژيم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د کور مخې ته د اسرائيلي اسیرانو د کورنیو د تجمع د دوام خبر ورکړی دی.
(last modified 2024-02-14T23:24:55+00:00 )
Feb 15, 2024 03:44 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د صهیونیسټي رژيم خبري سرچینو بیګا په تل ابیب کښې د دغه رژيم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د کور مخې ته د اسرائيلي اسیرانو د کورنیو د تجمع د دوام خبر ورکړی دی.

د صهیونیسټي رژيم خبري سرچینو بیګا په تل ابیب کښې د دغه رژيم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د کور مخې ته د اسرائيلي اسیرانو د کورنیو د تجمع د دوام خبر ورکړی دی.

د صهیونیسټي رژيم د ټیلیویژن ۱۲ چینل په دې هکله ویلي دي: معترضانو د تل ابیب په کریا سیمه کښې مظاهرې وکړې او د صهیونیسټي رژيم د اسیرانو د آزادۍ غوښتنه یې وکړه.

هغوي د صهیونیسټي رژیم او حماس ترمینځ د اسیرانو د تبادلې د نه کیدو په غندنه کښې ځینې لیکنې او پلی کارډونه درلودل.

دا مظاهرې پس له هغې وشوې چې د تل ابیب رسمي سرچینو وویل چې د صهیونیسټي اسیرانو د آزادۍ لپاره مذاکراتو تر دې دمه هیڅ ګټه نه ده کړې.

د موساد د پخواني مشر په مشرۍ اسرائیلي پلاوی په دې لړ کښې په شویو خبرواترو کښې له هیڅ ډول پرمختګ پرته له قاهرې تلی دی.