د هرې موافقې لازمه د اوربند  د تحقق ضمانت ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i146290-د_هرې_موافقې_لازمه_د_اوربند_د_تحقق_ضمانت_ده
د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر ټينګار وکړ،د هرې  احتمالی موافقې لازمه د اوربند د تحقق ضمانت دی.
(last modified 2024-02-16T08:24:21+00:00 )
Feb 16, 2024 12:49 Asia/Kabul
  • د هرې موافقې لازمه د اوربند  د تحقق ضمانت ده

د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر ټينګار وکړ،د هرې  احتمالی موافقې لازمه د اوربند د تحقق ضمانت دی.

المیادین خبری چینل راپور روکړ،د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیّه پرون  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،هر ډول احتمالی موافقه باید د اوربند،له غزې تړانګې د اسرائيلو د نسل وژونکي رژيم د پوځ د وتلو   او د اسیرانو د مبادلې دموافقې  ضامن شي.

اسرائیلی رسندویو د قاهرې ناستې له ختمیدا وروسته ددغه رژيم د یوې خبرې سرچینې له قوله  راپور ورکړی، د  احتمالی موافقې په بڼه کې د اور بند او د بندیانو د مبادلې له وړاندیز سره په ارتباط کې د حماس غورځنګ په دریځ کې هیڅ بدلون  نه ښکاري.

د اسرائيلو ۱۲خبری چینل هم راپور ورکړی،د موساد په مشرۍ اسرائیلی پلاوی،د پرمختګ له کومې نښې نښانې پرته  له قاهرې تللی دی.

په عین حال کې د حماس غورځنګ یو مشر محمد نزال  هم وئیلي دي،د مقاومتي چورلیز ډلو غوښته  له غزې تړانګې د صهیونیسټي پوځیانو بشبړ وتل  او دصهیونیسټي دښمنانو  دبندیانو په مقابل کې د فلسطینیو  بندیانو  خوشي کیدا یو بشپړ منطق دی .

وروستي راپورونه ښئ  چې  په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژیم په بې آمانه بمباریو او حملو کې د شهیدانو شمیر  کابو ۲۹زره  او دټپیانو شمیر هم  کابو اته شپیته زره  پنځه سوه تنو ته رسیږي.  چې زیاتره قربانیان  ئې ماشومان او میرمنې دي.