د فلسطین د شهیدانو شمېر نږدې ۲۹ زرو ته لوړ شو
Feb 17, 2024 11:33 Asia/Kabul
د صهیونیسټي رژیم له لورې د تیرو شاوخوا څلور میاشتو په موده کې په فلسطین د بریدونو په پایله کې د دغه هېواد نږدې ۲۹ زره وګړي شهیدان شوي.
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ د صهیونیستي رژیم د وروستیو څلورو میاشتو بریدونو په پایله کې ۲۸ زره ۸۵۸ تنه فلسطیني وګړی شهیدان شوي او دغه راز د ټپیانو شمېر ۶۸ زره ۶۷۷ تنو ته لوړ شوی دی.
دغه وزارت زیاتوي؛ په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د صهیونیسټي رژیم له لورې ۹ ځلې بریدونه شوي چې له امله یې ۸۳ تنه شهیدان او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړده چې د صهیونیسټیانو په بریدونو کې اویا سلنه میرمنو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ټیګونه