امنیت شورا دې په غزې کې د اوربند لپاره اقدام وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i146492-امنیت_شورا_دې_په_غزې_کې_د_اوربند_لپاره_اقدام_وکړي
په ملګرو ملتونو کې د عربي هیوادونو استازو د الجزایر له مسودې څخه په ملاتړ سره، له امنیت شورا څخه غوښتنه وکړه چي په غزې کې د اوربند لپاره پرېکنده اقدامات وکړي.
(last modified 2024-02-20T07:25:00+00:00 )
Feb 20, 2024 11:32 Asia/Kabul
  • امنیت شورا دې په غزې کې د اوربند لپاره اقدام وکړي

په ملګرو ملتونو کې د عربي هیوادونو استازو د الجزایر له مسودې څخه په ملاتړ سره، له امنیت شورا څخه غوښتنه وکړه چي په غزې کې د اوربند لپاره پرېکنده اقدامات وکړي.

د عرب ژورنال له راپور سره سم په دغې ډلې د دې په بیانولو چي د اسرائیل د رژیم د چارواکو له خوا د محدودیتونو له امله په غزې کې حالات په ورانېدو دي، زیاته کړه، دا د خواشینۍ خبره ده چي لاهم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا چوپه پاتې ده او د نیواکګرو د جنایاتو له غندنې څخه ډډه کوي.

د عربو هیوادونو استازو د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د یوې اعلامیې په صادرولو سره،په غزه کې د اسرائیل د رژیم له لورې د نسل وژنې د مخنیوی لپاره د امنیت شورا د پرېکنده او عاجلو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

دغو هیوادونو پخپلې اعلامیې کې همدارنګه د الجزایر له خوا له وړاندې شوې مسودې څخه هم ملاتړ کړي دي. الجزایر ملګرو ملتونو ته په وړاندې شوې پریکړه لیک کې په غزې باندې د بریدونو د سمدستي بندېدو، له خپلو مینو د فلسطینیانو د شړلو مخنیوي او د بشري مرستو په ضرورت ټینګار شوی دی.