بدرالدین الحوثی دغلیمانوضدعملیاتوپه سختولوټینګار وکړ
د یمن د انصار ا...غورځنګ عمومی منشی سید عبدالمالک بدرالدین الحوثی په یوې وینا کې د صهیونیسټی دښمنانو له نسل وژنې سره په یووخت وویل . یمني ځواکونه د دغه رژیم پرضد خپلو عملیاتو ته زور ورکړی دی.
د یمن د انصار ا... غورځنګ سرمنشي په سیمه کښې د دښمن د مرکزونو په خلاف د یمني ځواکونو د عملیاتو په شدت ټینګار وکړ.
د یمن پوځ په تیرو څو اونیو کښې د غزې په تړانګه کښې د فلسطین د ولس له مقاومت په ملاتړ کښې د صهیونیسټی رژیم یوشمیر بیړیو او کشتیو چې د سرې بحیرې او د باب المندب په تنګی کښې د نیواکي سیمو په لور روان وو ، په نښه کړی دی.
د یمن پوځ ژمن شوی دی چې د صهیونیسټی رژیم په بیړیو او په سور سمندر کښې د نیواک شویو سیمو د تیریدو لپاره به د دغه رژیم په بیړیو حملې ته دوام ورکوی تر څو چې صهیونیسټی رژیم په غزې باندې خپل حملې بندې نه کړی.
په همدې حال کې د یمن د پوځ ځواکونو ټینګار کړی چې د عدن په خلیج او سور سمندرګی کې د نورو بېړیو لپاره وړیا تګ راتګ دی او دوی په بشپړه توګه خوندي دي.
د المسیره ټیلی ویژنی چینل د راپور له مخې د یمن د انصار ا...غورځنګ عمومی منشی سید عبدالمالک بدرالدین الحوثی په یوې وینا کې د صهیونیسټی دښمنانو له نسل وژنې سره په یووخت وویل . یمني ځواکونه د دغه رژیم پرضد خپلو عملیاتو ته زور ورکړی دی.
سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي زیاته کړه د اسرائیلو جنایتکار رژیم د امریکې او انګلستان په ملاتړ سره له پیل څخه د فلسطین د غزې تړانګه مظلومو او بې ګناه خلکو په نسل وژنې سره د ډله ایزې وژنې له ټولو وسیلو کار اخیستی دی.