د فلسطین کورواکې ادارې استعفا وکړه
Feb 26, 2024 04:18 Asia/Kabul
د محمد اشتیه په مشری د فلسطین د کوراکې ادارې کابینه استعفا کړې ده.
د ایرنا له راپور سره سم، د فلسطین د کورواکې ادارې لومړي وزیر محمد اشتیه نن د دې ادارې مشر محمود عباس ته خپله استعفا وړاندې کړه.
دا په داسي حال کې دی چي د اسرائیل له رژیم سره، د جوړجاړی په خاطر د فلسطین د کورواکې ادارې په مشر محمود عباس باندې نیوکې زیاتې شوي دي.
د العربیې د خبري چینل د راپور له مخې د حماس غورځنګ د فلسطین کورواکې ادارې ته اهمیت نه ورکوي او د ټولو فلسطیني ډلو په ګډون د یوه قانوني او پیاوړي حکومت د جوړېدو غوښتونکی دی.
د حماس یوې سرچینې ویلي دي چي فلسطیني پلاوې به په مسکو کې د یوه ملي حکومت د جوړولو او د هغه د دندو په هکله غونډه وکړي.