د فلسطین د حماس غورځنګ پلاوی مصر ته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i147056-د_فلسطین_د_حماس_غورځنګ_پلاوی_مصر_ته_رسیدلی
زمونږ خبریال راپور راکړی د مصر یوه لوړرتبه چارواکي وویل چې د فلسطین د حماس غورځنګ یو پلاوی نن قاهرې ته رسیدلی دی چې په غزې تړانګه کښې د اوربند په هکله خبرې اترې وکړي.
(last modified 2024-03-03T07:04:05+00:00 )
Mar 03, 2024 11:25 Asia/Kabul
  • د فلسطین د حماس غورځنګ پلاوی مصر ته رسیدلی

زمونږ خبریال راپور راکړی د مصر یوه لوړرتبه چارواکي وویل چې د فلسطین د حماس غورځنګ یو پلاوی نن قاهرې ته رسیدلی دی چې په غزې تړانګه کښې د اوربند په هکله خبرې اترې وکړي.

د دغه پلاوي مشرۍ د فلسطین په غزې تړانګه کښې د حماس غورځنګ د مشر مرستیال خلیل ال هایا(Khalil al hayya) کوي.

د فلسطین یوه چارواکي چې د اوربند له خبرو اترو خبر دی رویټرز خبري اژانس ته وویل تراوسه معلومه نه ده چې اسرائیل او حماس غورځنګ په غزې تړانګه کښې اوربند ته ورسیږي.

ویل کیږي چې د اسرائیلو یو پلاوی هم مصر ته ورځي چې په غزې کښې د اوربند په خبرو کښې ګډون وکړي.

بل خبر دا چې د فلسطین د روغتیا وزارت نن په یوې بیانیې کښې وویل چې د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه د اسرائیلو له پوځي تیریو راهسې تر نن ورځې پورې د شهید شویو فلسطینیانو شمیر دیرش زره څلور سوه لسو او د ژوبلو کسانو شمیر هم یواویا زره او  اوه سوو ته رسیدلی دی.