غزې کښې د ماشومانو د مړینې اندیښه په حقیقت بدله شوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i147084-غزې_کښې_د_ماشومانو_د_مړینې_اندیښه_په_حقیقت_بدله_شوه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د ماشومانو د صندوق یونیسف سیمه ئیز مدیر« عادل خدر» پرون د فلسطین په غزې تړانګه کښې د فلسطیني ماشومانو د مړ کیدا د شمیر د زیاتیدا په هکله د خبرداري په ترڅ کښې وویل په غزې کښې د ماشومانو د مړینې په هکله اندیښنې په حقیقت بدلې شوې.
(last modified 2024-03-03T21:51:16+00:00 )
Mar 04, 2024 02:13 Asia/Kabul
  • غزې کښې د ماشومانو د مړینې اندیښه په  حقیقت بدله شوه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د ماشومانو د صندوق یونیسف سیمه ئیز مدیر« عادل خدر» پرون د فلسطین په غزې تړانګه کښې د فلسطیني ماشومانو د مړ کیدا د شمیر د زیاتیدا په هکله د خبرداري په ترڅ کښې وویل په غزې کښې د ماشومانو د مړینې په هکله اندیښنې په حقیقت بدلې شوې.

هغه وویل د ماشومانو وژله چې مونږ یې په اړه ویره لرله په واقعیت بدله شوي ده او احتمالا په چټکۍ سره زیاتیږي مګر دا چې جنګ بند شي او د بشر دوستانه مرستو د استولو په لاره کښې خنډونه سمدستي ختم شي.

د یونیسف سیمه ئیز «عادل خدر»که چیرې د مرستو د ورکولو لپاره نیغ په نیغه اقدام ونشي  نو د غزې تړانګې ګڼ شمیر ماشومان به د اوبو د کمښت او د ناوړه خواړو له کبله ووژل شي.

هغه ټینګار وکړ  د زرګونو نوزیږو  او نورو ماشومانو ژوند سمدستي اقداماتو ته ضرورت لري.

د ملګروملتونو د ماشومانو د صندوق اجرايي مدیرې کاټرین راسل هم پرون په دې خبرې سره چې همدا اوس په غزې تړانګه کښې ډیرې ماشومان له ناوړه خواړو سره مخامخ دي ټینګار وکړ په غزې کښې د فلسطین ماشومان د مرګ په درشل کښې دي.

په غزې تړانګه کښې د ماشومانو په مړینې باندې اندیښنې په داسې حال کښې دي چې د اسرائیلو «یدیعوت احارنوت »بیګا راپور ورکړ د صهیونیسټ رژیم یوازې په شپږو دقیقو کښې د خان یونس ښار پرضد پنځوس هوايي حملې ترسره کړي دي.