د صهیونیسټانو په بریدونو کې ۹ زره میرمنې شهیدانې شوي
Mar 04, 2024 13:06 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د میرمنو د څانګې را پور وایي، په غزه کې د جګړې د پیل راهیسې تر اوسه نهه زره میرمنې شهیدانې شوي او زیات شمېر نورې ټپيان شوي هم دي.
دغه ارقام د ملګرو ملتونو د ښځو څآنګې تېره ورځ په یو را پور کې نشر کړل.
بلخوا په غزه کې د ټولو شهیدانو شمېر 30534 تنو ته ورسید.
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت وایي، د اکتوبر له اومې څخه تر اوسه په غزه کې د شهیدانو شمېر دیرش زره پنځه سوه څلور او د ټپیانو شمېر یو اویا زره نهه سوه شل تنو ته رسیدلی دی.
دغه وزارت خبر ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیسټانو په ۱۳ بریدونو کې ۱۲۴ فلسطیني وګړي شهیدان او ۲۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
ټیګونه