سوریې کښې د ترهګرو عملیاتو له امله ۳۶ تنه مړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i147250-سوریې_کښې_د_ترهګرو_عملیاتو_له_امله_۳۶_تنه_مړه_شوي
د دغې ترهګرې پيښې په اړه نور جزئیات نه دي ترلاسه شوې او پړه هم لا چا نه ده منلې.
(last modified 2024-03-06T23:25:42+00:00 )
Mar 07, 2024 03:53 Asia/Kabul
  • سوریې کښې د ترهګرو عملیاتو له امله ۳۶ تنه مړه شوي

د دغې ترهګرې پيښې په اړه نور جزئیات نه دي ترلاسه شوې او پړه هم لا چا نه ده منلې.

د المیادین چینل د خبر له مخې، د سوریې د ختیځ په دیرالزور ولایت کښې د دغه هیواد د ملکي وګړو خلاف یوې ترهګرې حملې کښې له ۳۶ تنه وژل شوي، ۳۵ ژوبل دي او ۱۱ تنه بیخي بې درکه شوي دي.

د دغې ترهګرې پيښې په اړه نور جزئیات نه دي ترلاسه شوې او پړه هم لا چا نه ده منلې.

 له دې مخکښې د سوریې او روسیې جنګي الوتکو د ادلب په دوو سویلو سیمو کښې د ترهګرو په یو مرکز باندې د شپې مهال څلور بریدونه وکړل.

خبري سرچینو ویلي چې د دغو بریدونو له امله د ترهګرو یاد مرکز په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د اِدلِب په جنوبي سیمه کښې د مختلفو تابعیتونو لرونکي ۲۰ وسله وال هلاک شوي دي.