اسرائیل رژیم د ملګرو ملتونو کارکوونکي شکنجه کړي
د فلسطیني بې ځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې ویلي چي اسرائیل رژیم د ملګرو ملتونو د مامورینو په نیولو سره، هغوی شکنجه کړي څو د حماس په ضد خبرو ته یې مجبوره کړي.
د فلسطیني بې ځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې آنروا په خپل راپور کې ویلي چي د اسرائیل د رژیم ځواکونو د ملګرو ملتونو مامورین نیولي او په شکنجو سره یې مجبوره کړي دي چي د حماس د غورځنګ په ضد خبرې وکړي او تورونه پرې وتړي.
د ملګرو ملتونو ځینو مامورینو چي د اسرائیل د رژیم له زندانونو خوشي شوي دي، ویلي چي د اسرائیلي ځواکونو له خوا تر شکنجې او فشارونو لاندې له حماس سره د انروا په نامه د ادارې د همکاریو په هکله دروغ اعترافاتو ته مجبوره شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې (انروا) د عامه اړیکو مدیرې ژولیت توما ویلي چي د ملګرو ملتونو کارکوونکي د اسرائیل د رژیم له خوا د دروغجنو اعترافاتو د تر لاسه کولو په موخه وهل او ټکول شوي، د کورنیو غړو د وژلو، د لاسونو او یا پښو د پرې کولو له ګواښ سره مخ شوي او د مصنوعي غرقولو په طریقې سره شکنجه شوي دي.
په دې وروستیو اوونیو کې اسرائیل رژیم له کوم ثبوت د وړاندې کولو پرته ادعا وکړه چي د ملګرو ملتونو ۴۵۰ کارکوونکي له حماس سره، همکاري کوي او په همدې پلمه یې په غزې کې د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې آنروا فعالیت بند کړی دی.