د فلسطین ډلو د اسرائیلو په عسکرو بریدونه کړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین مختلفو ډلو بیګا د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو په کاروان باندې برید سره د دغه رژیم تجهیزاتو او جنګي ګاډو ته سخت تاوانونه ورسول.
د فلسطین د حماس غورځنګ عزالدین قسام غونډ په دې هکله وویل د غزې تړانګې په جنوب کښې د «خان یونس» سیمې په «حمد »ښار کښې په عملیاتو کښې د صهیونیسټ رژيم یو مرکاوا ټانک او یو زغرګاډی په یاسین یوسل پينځه ډول زغر ګاډي ضد راکټ او تانډوم راکټ سره له مینځه یوړل شول.
له بلې خوا د الاقصی د شهیدانو غونډ هم وویل د غزې تړانګې د مرکزي ولایت په شمال لویدیځ کښې یې په الزهرا ښار کښې د اسرائیلو دوه زغرګاډي په ار پي جي سره ویشتلي دي.
د فلسطین القدس غونډ هم د اسرائیلو په څو زغرګاډو باندې حملې کړي دي.
دغه راز بیګا د نیواکي فلسطین په شمال کښې په الجلیل غربي کښې په شلومي سیمه کښې د خطر سایرن ووهل شو.
بل خبر دا چې د غزې تړانګې په شاوخوا ښارګیو کښې د ډزو او د راکټونو د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
د لبنان حزب الله غورځنګ هم بیګا وویل چې د فلسطین د نیواکي ټاټوبو په شمال کښې یې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په دوو نورو پوځي اډو باندې حملې کړي دي.
د لبنان حزب الله د فلسطین د بې ګناه خلکو د ملاتړ لپاره له تیرو څو میاشتو راهسې په اسرائیلو باندې حملو ته دوام ورکړی او دغه راز اسرائیلو هم د حزب الله پرضد بریدونو کښې تراوسه د دغه غورځنګ څه د پاسه دوه سوه مبارزان شهیدان کړي دي.