د الشفاء روغتون شاوخوا نښتې؛ څو صهیونیسټي پوځیان ووژل شول
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ یوه پوځي څآنګه القدس وایي، چې د دغه غورځنګ جنګیالیو د الشفاء روغتون په شاوخوا کې له صهیونیسټی پوځیانو سره نښتې کړي.
د دوی د معلوماتو له مخې؛ په دغه نښتو کې یو شمېر صهیونیسټیان وژل شوي او ټپيان شوي هم دي، خو کره شمېره یې نده په ډاګه شوې.
د تسنیم خبري اژانس د معلوماتو له مخې؛ بلخوا حماس غورځنګ یو ځل بیا د غزې د خلکو د حقونو څخه په کلکې دفاع ټینګار کړی دی.
د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر ویلي، هغه څه چې د صهيونېسټ رژيم پوځيان د شفا روغتون په کمپلکس کې کوي، په حقیقت کې نه غواړي چې غزه کې ژوند ته د ستنیدو لپاره کار وشي، بلکې ژوند ته د ستیندو د ټولو عناصرو د تباهۍ کوشش کوي.
هغه زیاته کړه، حماس د خپلو خلکو حقوقو ته ادامه ورکوي او د تیري په بندولو، له غزې تړانګې څخه د نیواکګرو په وتلو او د کډوالو په ستنیدو باندې ټینګار کوي.
بلخوا د ایټالیا هېواد لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني هم د غزې تړانګې په جنوب رفح کې د اسرائیلي ځواکونو له پیل شویو تجاوزونو سره مخالفت ښودلی دی.