د امریکا او انګلستان بریدونه د اسرائیلو د ملاتړ لپاره دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام په یمن باندې د بریتانیا او د امریکا حملې له اسرائیلو رژیم څخه د دغو دوو هیوادونو د ملاتړ او د غزې تړانګې د خلکو پرضد د جنایتونو د ترسره کولو د هڅولو په لړ کښې وبللې.
هغه په یمن باندې د امریکا او د بریتانیا له بریدونو سره سره د صهیونیسټ رژیم په کشتیو او په هغو کشتیو باندې چې د اسرائیلو رژیم بندرونو ته ورځي د یمن د حملو په دوام ټینګار وکړ.
د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند عبدالسلام وویل په پلازمینې صنعا باندې د امریکا بریدونه د هغو حملو دوام دی چې بریتانیا او امریکا یې د اسرائیلو د ملاتړ لپاره ترسره کوي او دغه حملې په غزې تړانګه کښې د فلسطین د ملت پرضد د صهیونیسټ رژيم د وحشیانه جنایتونو دوام لپاره د دغه رژیم د هڅولو لپاره دي.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ د امریکا او د انګلستان تیریګرې حملې به هیڅکله د اسرائیلو په کشتیو او په هغو کشتیو باندې چې د نیواکي فلسطین بندرونو ته ورځي د یمن د وسله والو ځواکونو او د یمن د ملت د حملو مخه ونه نیسي.
د یمن وسله والو ځواکونو له تیرو میاشتو راهسې د غزې تړانګې د خلکو د ملاتړ لپاره د صهیونیسټ رژیم په څو کشتیو او یا په هغو کشتیو باندې چې د اسرائیلو رژیم ته یې شیان وروړل په سور سمندر ، هند اوقیانوسیې او باب المندب اوبلاره کښې بریدونه کړي دي.