اسرائیلو غزې کښې ۱۷۰ نور کسان شهیدان کړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو نیواکګرو پوځیانو د فلسطین په غزې تړانګه کښې په «الشفا »روغتون کښې څه د پاسه یوسل اویا کسان شهیدان کړي دي.
اسرائیلو ادعا کړي ده چې شهیدان کړې شوي کسان وسله وال کسان وو.
راپورونه وايي چې د غزې تړانګې په الشفا روغتون کښې شهیدان کړې شوي کسان وسله وال نه بلکې مریضان او بې کوره شوي خلک دي چې هلته یې پناه اخیستي وه.
بل خبر دا چې په غزې تړانګې کښې د اوربند په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا رایې اچول راتلونکي دوشنبې ورځ ته ځنډول شوي دي.
ټاکل شوي وه چې په غزې کښې د اوربند په هکله په امنیت شورا کښې نن رایې واچول شي خو د نور بحث د ترسره کیدا لپاره دغه رایې راتلونکي دوشنبې ورځې ته ځنډول شوي دي.
دغه راز د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش به نن د مصر سرحد ته لاړ شي چې د غزې سرحد وویني چې هلته د اوربند غوښتنه وکړي.
اسرائیل شپږ میاشتې کیږي چې په غزې تړانګې باندې بمباریو او حملو ته دوام ورکړی دی.
د مصر سرحد ته د ملګروملتونو د سرمنشي دغه سفر په داسې حال کښې کیږي چې اسرائیلو د غزې تړانګې په جنوب کښې په رفح سیمه کښې د سترو پوځي عملیاتو د ترسره کولو ګواښ ورکړی دی.
د نړۍ اکثرو هیوادونو د اسرائیلو د دغو عملیاتو په هکله خبرداری ورکړی دی او د غزې تړانګې په دوه اعشاریه درې میلیونه خلکو کښې اکثرو په رفح سیمه کښې پناه اخیستي ده.