د مقاومت جبهې د اسرائیلو د جنایتونو په ملاتړو نیوکه وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن لوړې سیاسي شورا او د فلسطین حماس غورځنګ د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د اسلامي هیوادونو د مشرانو په چوپتیا او له اسرائیلو رژیم څخه د امریکا په هراړخیزه ملاتړونو نیوکه وکړه.
د فلسطین د حماس غورځنګ یوه لوړرتبه چارواکي «محمود المرداوي» له العربي ټيلي ويژن سره په مرکه کښې ټینګار وکړ د فلسطین د ملت اصلي جنګ د امریکا له حکومت سره دی او صهیونیسټ رژيم یوازې د امریکا د غوښتنو اجرا کونکی دی.
د حماس غورځنګ دغه غړي وویل د امریکا پلان عمومي افکارو ته د دوکې د ورکولو لپاره دی او مونږ په حقیقت کښې له امریکا سره په جنګ یوو کوم چې له دښمن سره هراړخیزه وسله وال ، مالي او سیاسي ملاتړ کوي.
د حماس غورځنګ لوړ رتبه غړي« محمود المرداوي» د بندیانو د تبادلې د خبرو په هکله د اسرائیلو د چارواکو د وروستۍ وینا په هکله وویل د دغه وینا هدف د صهیونیسټ رژيم ټولنې ته دوکه ورکول دي.
هغه وویل د صهیونیسټ رژیم چارواکي هڅه کوي د بندیانو د کورنیو په وړاندې داسې وښيي چې ضروري اقدامات ترسره کوي.
د اسرائیلو د وروستي ځواب هدف د خبرو په لاره کښې د خنډونو رامینځته کول او موافقې ته د رسیدا لپاره د هیلې له مینځه وړل دي.
د حماس غورځنګ دغه غړي وویل نیواکګران غواړي د فلسطین ملت په زوره کډوالیدا ته مجبوره کړي او د فلسطینیانو له وژلو او په هغوې باندې له بمباریو څخه د نیواکګرانو اصلي سټراتيژۍ همدا ده خو د فلسطین ملت مقاومت ته دوام ورکړی دي.
هغه وویل صهیونیسټ دښمن چې په خبرو کښې یو قدم مخ ته کیږدوي نو لس قدمه شاته اخلي.
د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي هم له المسیره ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د غزې جنګ په وړاندې د عربو هیوادونو په سیاستونو باندې نیوکې سره وویل ترنن ورځې پورې عربو او اسلامي هیوادونو په صریح ډول په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم تیري نه دي غندلي.
هغه په عربو هیوادونو غږ وکړ اجازه ورنکړي اسرائیلو ته د مرسته وړونکي الوتکې د عربو هیوادونو له هوايي ډګرونو الوتونه وکړي یا اسرائیلو ته وسلې انتقال کړي.
محمد علي الحوثي زیاته کړه د فلسطین د خلکو د مظلومیت په وړاندې زمونږ دریځ یو دیني او اعتقادي دریځ دی او هدف سیاسي نه دی مونږ په غزې کښې له خپلو وروڼو د ملاتړ لپاره له امریکا ، انګلستان او اسرائیلو دښمن سره مقابله کوو.
هغه امریکا او بریتانیا ته په وینا کښې وویل د تاسو ترهګرې وحشیانه حملې محکومې دي او ماتي یې یې خوړلي دي.