اسماعیل هنیه تهران ته راغی
(last modified Tue, 26 Mar 2024 11:12:57 GMT )
Mar 26, 2024 15:42 Asia/Kabul
  • اسماعیل هنیه تهران ته راغی

تهران ته د هنیه سفر، په غزه کښې د اوربند د ضرورت په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک له تصویبیدو یوه ورځ وروسته وشه.

د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه نن ماسپښین تهران ته په راتګ سره د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره وکتل او د غزې د بدلونونو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.

د ایرنا د رپورټ له مخې، د غزې د جنګ د وروستي حالت او په غزې تړانګې او د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژيم د پرله پسې تیریو څیړنه، د دغه سفر او د دواړو لورو د چارواکو ترمنیځ د خبرواترو ترټولو مهمه ایجنډه ده.

د ایران اسلامي جمهوریت د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژیم د جنګي تیریو او نسل وژنې له پیلیدو څخه په دې شپږو میاشتو کښې د جنګ د بندولو او د غزې خلکو ته د انساني مرستو فوري لیږلو په لړ کښې خپل ټول ډیپلماټک توان کارولی دی.

تهران ته د هنیه سفر، په غزه کښې د اوربند د ضرورت په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک له تصویبیدو یوه ورځ وروسته وشه.