د نیمبوس اړیکه او د ګوګل د کارمندانو ایستل
پارس ټوډې - که څه هم ګوګل خپل ځینې کارمندان له دندو ګوښه کړي؛ خو په دغه شرکت کې د اسرائیلو د جنایتونو پر وړاندې اعتراض کوونکي، د «نیمبوس» په نوم له دغه رژیم سره د ګوګل د تړون له امله په اعتراض لاس پورې کړی او وايي چې د نسل وژنې لپاره به کار ونه کړي.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې، ګوګل خپل یو سافټویر انجنیر د فلسطین د ملاتړ لپاره له دندې ګوښه کړ. دغه کارمند د یوه کنفرانس په منځ کې په لوړ غږ اعلان کړی وو:"زه له هغه ټکنالوژۍ جوړولو څخه چې نسل وژنې ته وده ورکوي، ډډه کوم"
د ګوګل ویاند د دې کارمند د ګوښه کولو د علت په اړه، پرته له دې چې اصلي کیسې (یعنې د اسرائیلو لخوا د فلسطینیانو قتل عام) ته اشاره وکړي وویل: "دغه کس په رسمي مراسمو کې د لاسوهنې له امله ګوښه شوی دی."
سره له دې، د ګوګل کارمندانو، د نیویارک، سني ویل، او کلیفورنیا په ګډون په مختلفو ښارونو کې دفترونو کې، له صهیونیسټانو سره د نیمبوس په نوم د دې شرکت د 1.2 میلیارد ډالرو قرارداد پر وړاندې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی.
ګوګل هم د اسرائیلو د جنایتونو پر ضد د مظاهره چیانو د ایستلو په دوام سره، تراوسه خپل ۵۰ تنه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي. د دغه تړون له مخې چې په ۲۰۲۱ کال کې لاسلیک شوی، ګووګل باید د صهیونیسټي رژیم د پوځي وسایلو ملاتړ وکړي او اسرائیلو ته د سوپر کمپیوټري خدمتونه وړاندې کړي.
د نیمبوس تړون بل مهم ټکی، د نړۍ په ټولو برخو کې د پام وړ ډیټا او معلوماتو ته په ګوګل کې د دې رژیم او د هغې د اجنټانو لاسرسی دی. په بل عبارت، د ګوګل په څېر شرکتونو سره د نږدې اړیکو له لارې، اسرائیل کولای شي په عملي توګه، د دې شرکتونو لوی معلومات ترلاسه کړي او د له هغوی څخه د خپلو جنایي او جاسوسي فعالیتونو لپاره په ځانګړې توګه د فلسطین ملت پر وړاندې وکاروي.
مخکې له دې، په ګوګل کې د کاري چاپېریال آرامۍ او هغه طریقه چې دا شرکت له خپلو کارمندانو سره تعامل کوي، تل د خلکو پر ژبې باندې وو؛ خو اوس ګوګل د اسرائیلو له امله، د نیولو تر کچې له خپلو کارکوونکو سره د نیول کېدو په حال کې دی.
د خبرونو له مخې، په کلیفورنیا او نیویارک کې د دغه شرکت د کارکوونکو د اعتراضونو له امله، ټولټال ۹ تنه اعتراض کوونکي نیول شوي دي. بل مازدیګر، ګوګل د خپلو کارمندانو ګوښه کول پیل کړل. دغه شرکت لومړی دا موضوع د اداري رخصتۍ تر عنوان لاندې یاده کړه؛ خو څه موده وروسته یې دغو کسانو ته یو ایمیل واستاوه، چې د دوی د ګوښه کېدو خبر یې ورکړ.
ګوګل ادعا کړې چې یو شمېر اعتراض کوونکو کارمندانو د نورو کسانو د کارونو په ګډوډولو سره، په ښکاره ډول د ګوګل له پالیسیو څخه سرغړونه کړې ده، له همدې امله، دوی باید ګوښه شي.
د آزادۍ حد
داسې ښکاري، اسرائیلو چې له کلونو وروسته د فلسطینیانو آزادي اخیستې ده، اوس په هغو هېوادونو کې چې له دغه رژیم څخه ملاتړ کوي، همغه تګلاره خپله کړې او په هغو هېوادونو کې چې د بیان د آزادۍ ادعا کوي، د بیان د آزادۍ مخه نیسي.
ښايي هغه ورځ چې د آزادۍ ۹۳ متره مجسمه د فرانسې له خوا امریکایانو ته ډالۍ او د نیویارک ساحل ته څېرمه ځای پر ځای شوه، هېچا فکر نه کاوه چې د اکټوبر له اوومې او د «الاقصی» طوفان" وروسته، په دې هېواد کې د بیان د آزادۍ لګن به، له بل هر وخت څخه ډېر، پر ځمکه ولوېږي.
له دې نیټې وروسته او کله چې صهیونیسټي رژیم له بل هر وخت زیات د موجودیت له بحران سره مخامخ شو، د دغه رژیم ملاتړو هېوادونو د بیان د آزادۍ په هکله په خپلو ټولو شعارونو سترګې پټې کړې او د فلسطین د ملاتړو او د اسرائیلو له منتقدینو سره یې د مقابلې لپاره خپله ټوله هڅه کړې ده. اوس، د بیان له آزادۍ سره د ټکر کچه دې حد ته رسېدلې ده، چې د حکومتونو او پولیسو تر څنګ یې، د ټکنالوژۍ په برخه کې لوی شرکتونه هم شامل کړي دي.
البته، ګوګل تر دې مخکې هم له مجرمینو سره د همکارۍ تور ریکارډ لري. په 2018 کې، ګوګل او د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په ماون (Maven) پروژه کې همکاري وکړه،چې د ډرون بریدونو د دقت زیاتوالي لپاره د هوش مصنوعي یوه پروژه وه. په هغه کال کې د بشري حقونو فعالانو ادعا وکړه چې دا ټکنالوژي په اصل کې د اسرائیلو لخوا د فلسطینیانو پر وړاندې د کارولو لپاره ده.
اوس د نیمبوس پروژې په ترڅ کې کارپوهان هم په دې باور دي، چې د ګوګل خدمتونه به د صهیونیسټي پوځ په خدمت کې وي او اسرائیلي رژیم د غوره پوځي لوژستیک د جوړولو په لټه کې دي.
دا هم ویل شوي، که ګوګل دا تړون مخته یوسي، نو ډېر ژر به د احتجاج کوونکو کارمندانو په ډګر کې له ناورین سره مخ شي.
د دې شرکت کارکوونکو د خپلو مظاهرو لپاره "د نسل وژنې پر وړاندې د ګوګليانو" (Googlers Against Genocide) شعار غوره کړی او په ټي شرټونو او پلاکارډونو یې لیکلی دی. د دې شعار ډېر انځورونه خپاره شوي، چې وروستۍ کلمه یې د (نسل وژنې) په مانا ده، چې د ګوګل د لوګو رنګین په ماډل سره ډیزاین شوې ده.
دا مقاله له مهر ایراني خبري آژانس څخه اخیستل شوې ده.
کلیدي ټکي: له اسرائیلو سره د ګوګل تړون، په غزه کې د صهیونیسټي رژیم نسل وژنه، له اسرائیلو د لوېدیځ ملاتړ، بشري حقونه