صهیونیسټي رژیم د عسکرو له کمښت سره مخ دي
Jun 08, 2024 13:43 Asia/Kabul
د اسرائیلي رژیم ۱۲ شبکې خبر ورکړی، چې د دغه رژیم پوځ د واټساپ ګروپ له لارې د عسکري اصولو سره برابرو کسانو ته وړاندیز کړی، چې په داوطلبانه توګه د پوځ له لیکو سره یوځای شي.
دغې خبري شبکې ویلي، چې صهیونیسټي پوځ دغه ګام د غزې په روانه جګړه کې د عسکرو تر کمښت وروسته اخیستی دی.
د صهیونیسټي رژیم دپوځ یو غړي رسنیو ته ویلي، چې لیکو کې عسکر د پام وړ ستړي شوي او دغه راز ځینې خو یې له سختو ناروغیو او فشار سره مخ دي، چې نه شي کولی جګړې ته دوام ورکړي.
۱۲ شبکې د صهیونیسټي رژیم د پوځ د جنرالانو ترمنځ هم د درز راتللو خبر ورکړی او زیاته کړې ده، چې په اکثریتو مواردو کې د جګړې د مدیریت همغږي نه لري.
ټیګونه