په غزې کې د اوربند او د برمته شوو دخوشي کیدا وخت رارسیدلی دی
د ملګروملتو سرمنشي په غزې تړانګې کې د سولې د واندیزي پلان په هرکلي سره ووئیل، په دغې سیمې کې د اوربند وخت رارسیدلی دی.
په غزې تړانګې کې د اوربند دټينګیدا او د بندیانو د خوشی کیدا لپاره د امریکا وړاندیزي پریکړه لیک د جون په لسمه نیټه د روسیې په سپینې رائي او له کومې مخالفې رای پرته په څوارلسو مثبتو رایو سره دملګروملتو په امنیت شورا کې تصویب شو.
وحشي صهیونیستي رژيم د امریکا او لویدیځي هیوادونو په بشپړ ملاتړ سره د اتو میاشتو په تیریدا سره په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې کې د فلسطین د مظلوم او بې څوکه ملت په ضد پراخووژلو ته مخه کړې ده چې بلاخره په لویدیځ او حتی په امریکا کې ئې هم د باضمیره خلکو چغې راپورته کړي او د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په ضد ئې مظاهرو او اعتراضونو ته مخه کړې او او له دغو جنایتونو او وحشیتوبه ئې د امریکا او اروپائي هیوادونو بې خرته ملاتړونه په کلکه غندلي دي او دغه بهیر هماغه راز دوام لري.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی ، د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش پرون په یولړ څرګندونو کې ووئیل، په غزې تړانګې کې د اوربند د ټینګیدا لپاهر یوزینۍ لاره سیاسی حل لاره ده چې په فلسطین کې د تل پاتې سولې لپاره یوه لاره پرانیزي.
ګوتریش له ټولو لورو وغوښتل چې غزې تړانګې ته دې د انسان دوستۍ د مرستو د لیږد د آسانتیاؤ پشمول د انسان دوستۍ نیوالو قوانینو په اساس دې خپلو ژمنو ته پابنده ووسي.
د ملګروملتو سرمنشي په دې خبرې په ټينار سره چې په غزې تړانګې کې د فلسطینی مظلومو خلکو ته د مرستو وړاندې کول د امنیت د تضمین لپاره د د خنډونو د لیرې کولو اغیزشیندونکي میکانزم او کرارو لارو ته اړیتا لري، د فلسطینیو کډوالو لپاره د ملګروملتو د مرستندویه او کاري ادارې آنروا رول د انسان دوستۍ د مرستو د لاښو وړاندې کولو لپاره ډير مهم وبالۀ.
ګوتریش روښانه کړې ده ، په غزې تړانګې کې څه دپاسه یو میلیون ماشومان ملاتړ ته اړتیا لري او پ دې سره چې په غزې کې د اسرائيلو د بمباریو له امله د هستوګنې ودانۍ کابو تر شپیتو فیصدو پورې او د تجارتي تاسیساتو هم اتیا فیصدي برخې ډیرې تاواني شوي دي چې جدی توجه ته ضرورت لري.
د ملګروملتو سرمنشي همداراز دې ته په اشارې سره چې په غزې کې څه دپاسه یو میلیون فلسطینیان د څښاک سالمې اوبه نه لري ، او له نهیلي کونکو لوږو سره مخ دي او هم څه دپاسه پنځوس زره ماشومان د خوریدونو ناوړه خوړو له امله درملنې ته اړتیا لري، ووئیل، له دغو ډ يرو اړتیاؤ سره سره ، د امنیتی او یا عملیاتي دلیلونو له امله دانسان دوستۍ نیمې مرستې لغوه کیږی یا ئې مخه نیول کیږي ا و اړمنو ته د مرستو له شتون سره سره نه رسول کیږي، چې ډير د خواشینۍ خبره ده .