د صهیونیستانو په څېره کې ویره او وحشت کتل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i151312-د_صهیونیستانو_په_څېره_کې_ویره_او_وحشت_کتل_کیږي
پارس تودی- د صهیونیستي رژیم راډیو اعتراف وکړ چي په تهران کې د اسماعیل هنیه له ټروره وروسته، صهیونیستان له یو ډول ویر او وحشت سره یو ځای انتظار باسي او هره شېبه د دغه ټرور ځواب ته په تمه دي.
(last modified 2024-08-13T05:27:46+00:00 )
Aug 13, 2024 09:54 Asia/Kabul
  • د صهیونیستانو په څېره کې ویره او وحشت کتل کیږي

پارس تودی- د صهیونیستي رژیم راډیو اعتراف وکړ چي په تهران کې د اسماعیل هنیه له ټروره وروسته، صهیونیستان له یو ډول ویر او وحشت سره یو ځای انتظار باسي او هره شېبه د دغه ټرور ځواب ته په تمه دي.

د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر له اووهمې راپه دې خوا، نړیوالې او سیمه ایزې لوبغارې تل نورو سیمو ته د دغو شخړو د ورکښل کېدو په هکله خبردای ورکړي دي. سره له دې د صهیونیست رژیم چارواکو د دغه جنګ اور نورو سیمو ته وغځول په داسي ډول چي سوریه او لبنان په مستقیمه توګه د صهیونیست رژیم د ترهګریزو بریدونو ښکار وګرځېده او د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه هم په تهران کې د اسرائیل د رژیم له خوا ټرور شو. داسي یوه مساله چي د ایران او د مقاومت د غچ اخیستلو خبرداری ډېره جدي نیولې ده، د پارس تودی له راپور سره سم، اکسیوس په دې اړه ویلي چي د صهیونیست رژیم د استخباراتي اداراتو ارزونې ښودنه کوي چي تهران تل ابیب ته یوه سخت فوځي ځواب په ورکولو کې جدي دي، او دا امکان شته چي دا ځلې د ایران برید څو ورځو لپاره دوام پیدا کړي.

له بلې خوا د اسرائیل د رژیم د جاسوسۍ ادارې موساد پورې تړلي د ایران اینټرنشنال چېنل، اعلان وکړ چي په اسرائیل باندې د ایران برید، پریکنده او نژدې دی.

د اسرائیل د رژیم ۱۲ ټلویزیونې چېنل هم اعلان وکړ چي د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو ډیپلماټانو له لارې د سیمې هیوادونو ته خبر ورکړی دی چي غواړي د فلسطین په نیواکي ټاټوبې یعني اسرائیل رژیم باندې برید وکړي.

واللا په نامه صهیونیستي ویب پاڼې هم په دې هکله لیکلي: د اسرائیل د رژیم د فوځ استخبارات او هوایي ځواکونه د ایران د برید د نژدې کېدو له امله خپل تیارسئ حالت زیات کړی دی.

دې سره هممهاله د سي ان ان خبري چېنل اعلان وکړ چي د صهیونیستي رژیم استخباراتي سرچینې په دې باور دي چي د اګوست په ۱۲ لومړی حزب الله غورځنګ خپل غچ اخیستونکی برید پیلوي او له څو ساعتونو وروسته ایران برید کوي.

د حماس د سیاسي دفتر د مشر، شهید اسماعیل هنیه ټرور ته د ایران د ځواب د پرېکنده والې او د فواد شکر د ټرور په خاطر د لبنان د حزب الله د غورځنګ د غچ اخیستلو په هکله د خبرداری له امله ورځ تر بلې د صهیونیستانو لالهاندی او وحشت په زیاتېدو دی.

د صهیونیستي رژیم راډیو اعتراف وکړ چي په تهران کې د اسماعیل هنیه له ټروره وروسته، صهیونیستان له یو ډول ویر او وحشت سره یو ځای انتظار باسي او هره شېبه د دغه ټرور ځواب ته په تمه دي.

دغه راډیو تشو سړکونو او د صهیونیستانو په مخونو کې د اندېښنې اثارو ته په اشارې سره، دغه حالات یې د کرونا له پړاو سره، پرتله کړی دی.

صهیونیستي رسنیو همداشان د سرحدي تګ راتګونو د بندېدو او د الوتنو د لغوه کېدو او د مسافرو د لالهاندی په اړه راپورونه خپروي.